داسې لرغونی توتي چې یو متر دنګ و

توتي

د عکس سرچینه، PA Media

یوه نوې څېړنه کې ویل شوي، نژدې ۱۹ میلیونه کاله پخوا نیوزیلنډ کې داسې توتیان کښته پورته کېدل چې دنګوالی یې نژدې یوه متر ته رسېده.

څېړونکي وايي، د دغه توتي ونه د یوه درمیانه ونه لرونکي انساني د ونې نیمايي وه. اوس د دغه لوړ دنګ توتي هډونه د نیوزیلنډ سنټ بتان سیمه کې موندل شوي دي.

کارپوهان د دغه توتي ونې او وزن ته په کتو سره وايي، ښايي د اوسنیو مرغانو غوندې الوت به یې نه شو کولای او خوراک به یې غوښه وه.

دغه څېړنه د (ژورنال بیولوژۍ لیکونه) نومې خپرونه کې چاپ شوې او وايي، د دغه مرغه وزن تر اووه کیلو ډېر و او کارپوهان باوري دي چې له (کاکاپو) نومي توتي هم لوړ دنګ و، چې تر اوسه تر ټولو لوی توتي بلل کېده.

مخکې داسې ګومان کېده چې دا د یوه باز یا هیلۍ هډونه دي او له همدې ګومان سره تر ۱۱ کلونو پورې په سړه خونه کې ساتل شوي وو، خو وروسته د لرغونپوهانو یوې ډلې له بیا ارزونې وروسته معلومه شوه چې د توتي هډونه دي.

د دغه توتي په اړه ماهرین وايي، ونه یا قد یې نژدې د انسان د ونې نیمايي ته رسېده

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د دغه توتي په اړه ماهرین وايي، ونه یا قد یې نژدې د انسان د ونې نیمايي ته رسېده

نیوزیلنډ کې د لرغونو مرغانو هډونو موندل نوې خبره نه ده. دغه هېواد کې له دې مخکې د (موا) نومي مرغه پاتې شوني موندل شوي وو، چې اوس د ځمکې له سره ورک شوی او باور کېږي چې ونه یې له درې متره هم لوړه وه او درې اعشاریه شپږ سانتي مترو ته رسېده.

سنټ بتان سیمه چې د دغه مرغه هډونه پکې موندل شوي، ویل کېږي له ۲۳ میلیونه تر پنځه اعشاریه درې میلیونه کاله پورې د لرغونې مایوسین زمانې ژویو او مرغانو پریمانه هډونه پکې موندل کېږي.