د حضرت داود (ع) د زمانې ارغواني 'شاهي' رنګ کشف شوی

د عکس سرچینه، Israel Antiquities Authority
اسراییلي لرغونپوهانو د ټوکر پر یوه ټوټه داسې ارغواني رنګ کشف کړی چې لرغونتوب یې د پیغمبر حضرت داود (ع) زمانې ته رسېږي.
ویل کېږي دا رنګ هغه مهال تر سرو زرو ډېر قېمته و چې یوازې پاچاهانو به کاراوه.
دا لومړی ځل دی چې د هغه مهال د رنګه اوبدل شوي ټوکر بېلګې موندل کېږي.
د اسراییلو د لرغونو اثارو کارپوهې ډاکټرې نعمة سوکنېک دا کشف "ډېر مهم او ډېر ارزښتناک" بللی دی.
د ټوکر دا ټوټه سوېلي قدس ته نژدې ۲۲۰ کیلومتره لیرې په تمناع سیمه کې د کیندنو پرمهال موندل شوې ده.
سوکنیک ویلي: "لرغونو زمانو کې ارغواني رنګ یوازې پر اشرافو، کاهنانو او پاچاهانو پورې ځانګړی و".
دا وايي: "ارغواني زړه راښکونکی رنګ او دا پټ راز لا تر اوسه پاتې دی او په دې رنګ د ټوکر تولیدولو ګرانوالی ددې لامل شوی چې دا رنګ ډېر قېمتي او ارزښتناک تمام شي، چې غالباً د رنګ قېمت د سرو زرو تر قېمت لوړ و".
د ارغواني رنګ یادونه د یهودانو او مسیحیانو په سپېڅلو کتابونو کې هم شوې ده، هغه جامې هم پکې یادې شوې دي چې د اسراییلو پاچاهانو حضرت داود او حضرت سلیمان (ع) به اغوستې، ویل کېږي عیسی علیه السلام هم دا جامې اغوستې دي.
د ټوکر دا ټوټه په (تلة العبید) یا مریانو غونډۍ کې د کیندنو پرمهال موندل شوې ده.

د عکس سرچینه، Israel Antiquities Authority
د تل ابیب پوهنتون د لرغونو اثارو برخې پروفیسر ایریز بن یوسف ویلي: "دې رنګ زموږ پام سملاسي ور واړاوه، خو په کره والي کې یې له ستونزې سره مخامخ یو چې ایا د لرغونې زمانې دا رنګ ریښتینی ارغوانی رنګ و".
وړاندې دا رنګ پر ځینو خټینو لوښو موندل شوی خو مخکې پر ټوکر نه و لیدل شوی.
د موندل شوي ټوکر لرغونتوب تر میلاد کابو ۱۰۰۰ کاله مخکې ښودل شوی، حال دا چې ویل کېږي داود علیه السلام پر یاده سیمه واکمني کوله او بیا یې زوی سلیمان علیه السلام ځای ناستی شو.








