د مریخ تر سطحې لاندې پټ سمندرګي کشف شوي

د عکس سرچینه، Esa / ATG Medialab / DLR / FU Berlin
پوهانو ویلي، د مریخ سیارې جنوبي قطب ته نژدې یې درې تر خاورې لاندې شوي سمندرګي موندلي دي.
پوهان وايي، یو څلورم سمندرګی هم شته، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې موجودیت ته اشاره شوې وه.
دا چې د ژوندیو ژوو لپاره بهانده اوبه ډېرې مهمې دي، دا کشف به د څېړونکو لپاره یو ښه پرمختګ وي چې د شمسي نظام بله سیاره کې د ژوند کولو شونتیا وڅېړي.
خو اټکل کېږي چې دغه سمندرګي به ډېر مالګین وو او هلته به ژوند ډېر ګران و.
د مریخ نرمه فضايي پرده په دې مانا ده چې پر سطحه یې بهانده(بهاندې) اوبه کابو ناممکنې دي، خو اوبه تر ځمکې لاندې بهانده پاتېدای شي.
پوهان دې پایلې ته رسېدلي چې دا وروستۍ موندنه د اروپا د فضايي سازمان (ایسا) د Mars Express هوايي بېړۍ د رادار سیستم د معلوماتو کارولو له لارې راغلې ده، خو د ۲۰۰۳ کال له ډیسمبر میاشتې راهیسې د سرې سیارې شاوخوا چورلېده.

د عکس سرچینه، Nature
په ۲۰۰۸ کال، څېړونکو له مارسیس رادار ترلاسه شوي معلومات کارولي او موندلې یې ده چې د مریخ تر سطحې لاندې سمندرګی موجود و، هلته پیړ قطبي پوښ شته چې له کنګلي پوړونو او غبار جوړ شوی.
اوس څېړنډله له دې ځایه تر لاسه شوي معلومات څېړي چې ۱۳۴ دوتنې (فایلونه) دي او ټول د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ موده کې له رادار ترلاسه شوي دي.

د عکس سرچینه، ESA/DLR/FU Berlin / Bill Dunford
په څېړنه کې د برتانیا روماتري پوهنتون ګډونواله ایلینا بیتینیلي وايي: "یوازې پر دې ټینګار نه لرو چې دا ځای موندل شوی او له ۲۰۱۸ راهیسې هڅې روانې وې، خو موږ درې نوي ځلاند ځایونه وموندل."
دا زیاتوي: "تر اصلي سمندرګي د بهانده اوبو کوچني اجسام چاپېر دي، خو د رادار د تخنیکي ځانګړنو له کبله او دا چې د مریخ له سطحې ډېر واټن لري، موږ نه شو مشخصولی چې ایا دوی له یو بل سره تړاو لري او که نه."
دغې څېړنډلې په نوې څېړنه کې د انټرکټیکا، کاناډا او ګرینلنډ کنګل لاندې څېړونو اړوند رادار څېړنې کارولې دي.










