ولې لمر سور کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د لمر ختو یا لوېدیو پر مهال لمر سور کېږي او ورسره د اسمان رنګ د نارنجي، سور او کله ارغواني رنګ ترکیب غوره کوي، دا حالت که شاعرانه، خیالي او احساس پاروونکی دی، خو تر ټولو مهم علمي هم دی.
په تلیسکوف د لیدلو فکر یې مه کوئ، ځکه ممکن ستاسو نظر ته تاوان ورسوي.
ممکن ونه پوهېږئ چې په دې اسماني منظره څه نوم کېږدئ، خو دلته به د انګرېز فزیکپوه په نوم دا دوه کلیمې در سره مرسته وکړي؛ رایلي خورېدل
دا منظره د فزیکي دلایلو له مخې جوړېږي او د ګرینویچ شاهي موزیم ستورپوه اډوارډ بلومر وايي: دا د لمر رڼا یا نور بصري ځانګړنه ده چې د ځمکې له اتومسفیر تېرېږي.
اول باید رڼا یا نور وپېژنو، د رڼا د ټولو لید وړ رنګونو لکه سور، نارنجي، زېړ، شین، ابي، نیلي او بنفش نه جوړه ده.
بلومر وايي: "ټوله خبره د لمر رڼا خورېدلو کې ده او د مختلفو رنګونو دا خورېدل یو شان او یونواخت نه وي."
د لمر هر رنګ د خپلې ځانګړې څپې اوږدوالی لري چې له امله یې هره برخه یا طیف په یوه رنګ سره ولیدل شي.
د مثال په ډول بنفش تر ټولو لنډه څپه او سور تر ټولو اوږده څپه لري.
دویمه برخه کې د ځمکې اتومسفیر پېژندل دي، هغه طبقې چې د اکسېجن په ګډون مختلف ګازونه یې د ځمکې کوره احاطه کوي او ژوند یې پرې ممکن کړی دی.
د نور خورېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د لمر رڼا د ځمکې اتومسفیر له مختلفو برخو تېرېږي، هر ګاز خپلې ځانګړنې لري او پکې لمر ماتېږي او غبرګېږي او له منشور د رڼا تېرېدو په څېر حالت لري.
د ځمکې اتومسفیر کې ځوړندې ذرې هم وي، چې د رڼا دا ماتېدل منعکسوي او د ځلا سبب یې کېږي. نو چې لمر ختلو یا لوېدلو کې یې رڼا ځانګړې زاویې سره د ځمکې پر اتوموسفیر لګېږي دا جادويي پېښه کېږي؛ یانې لمر سور کېږي.
دا رنګه کله چې د لمر رڼا پورتنیو طبقو ته را کوزېږي، د ابي څپو اوږدوالی یې د جذبېدو په ځای ماتېږي او منعکس کېږي.
بلومر وايي: "کله چې لمر د افق تر څنډو راځي، ټوله ابي او شنه رڼا ډډې ته کېږي او موږ تر ډېره نارنجي او سور رنګه ځلا وینو."
په دې دلیل چې د ډېرو لنډو څپو رڼاوې چې بنفش او ابي پکې دي د اوږدې څپې رڼاوو لکه سور او نارنجي پرتله ډېرې خورېږي او په نتیجه کې یې دا ډول ترکیب او اسمان کې سوررنګه نقش جوړېږي.
اسمان سور کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
هو داسې ښکاري چې اسمان سور شوی، خو یوازې دا د سترګو لیدلو حال وي، خو ډاډه اوسئ چې لمر هیڅ نه دی بدل شوی.
بلومر وايي: د ګرد ورېځې، لړه او دوی ته ورته پېښې هم د اسمان د لیدلو پر ډول اغېز کوي.
که هند، کلیفورنیا، شیلي، اسټرالیا یا د افریقا ځینې برخو یا د سور سال(رېګ) سیمو ته نږدې یاست، نو د ځمکې اتومسفیر اقلیم ته په پام نوراني ذرې ډېرې ځواکمنې منعکسولی شي.
بلومر زیاتوي: دا لږ هغه څه ته ورته دي چې (یا مریخ) کې پېښېږي، کله چې سور رنګه ګرد له اتومسفیر سره ټکر کوي، دا احساس پیدا کوي، چې اسمان سورچکی کېږي.
که له صحرا یا مریخ ډېر لرې یاست، بیا هم شونې ده چې دا ډول اسمان ووینئ. ډېری وخت د صحرا رېګ د اتومسفیر برنیو برخو کې ځوړند پاتې کېږي او د اروپا، سایبریا او ان امریکا په لور ځي.
ولې داسې کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ښايي دا کومه ځانګړې پېښه نه وي، یوازې د بدلون خبره دا ده چې موږ هرڅه ته په بل ډول ګورو.
بلومر وایي: د کرنتین یا ټولبندیز پر مهال خلکو تر ډېره اسمان ته کتل، دا ځکه چې ښايي کوم بل کار یې نه درلود.
د نوموړي په خبره، کله چې د کار او وختېري ځایونه بند وي، خلک تر ډېره کور کې وي، نو له ورسیو بهر ګوري.
بلومر زیاتوي، د هوايي ترافیک او د الودګي کمېدل هم سبب شوی چې خلک لا ډېر اسمان او ستورو ته وګوري.
شنه زرغونه غواړم

د عکس سرچینه، Getty Images
د رایلي خورېدلو یا تیتېدلو ښکارنده روښانوي چې ولې اسمان د ورځې منځ کې ډېر ابي لیدل کېږي.
څومره چې لمر اسمان کې پورته ځي، نو رڼا یې له ماتېدو پرته د ځمکې له اتومسفیر تېرېږي او د ځمکې اتومسفیر ته رسېدو سره جذبېږي او د پام وړ لیدونکی رنګ یې ابي وي.
خو مختلفو اقلیمي شرایطو سره یې وضعیت بدلېږي.
که د لمر ځلېدو پرمهال باران وورېږي، نور یا رڼا د باران هر څاڅکي کې د مختلفو څپلو اوږدوالي سره ماتېږي او نتیجه کې یې د ټولو رنګونو رڼا تیت پرک کېږي او شنه زرغونه یا د بوډۍ ټال جوړېږي.
موږ په دې ځکه پوهېږو چې نولسمه پېړۍ کې انګرېز فزیکپوه لرډ رایلي د ژوند ډېره برخه د لمر رڼا یا نور لیدلو ته ځانګړې کړه او لومړنی کس و چې وپوهېد ولې اسمان ابي دی.








