سل ورځې مې له لمر لیدو پرته څنګه تېرې کړې؟

وشنو نندن

د عکس سرچینه، Lars Barthel

د عکس تشریح، وشنو چې سمندري واورره ارزوي، کاناډا کې د یوه پوهتون د ځمکڅارنې مرکز سرڅېړونکی دی.
    • Author, سوامي نتن نترجن
    • دنده, بي بي سي

له کورونا وېروس زیانګالو یا اسېب پزیرو خلکو ته ویل کېږي چې کور پاتې شي او ۱۲ اونۍ له کور ونه وځي.

خو ډېرو خلکو ته ګرانه ده چې درې میاشتې له لمر لیدو پرته وخت تېر کړي.

خو هر کال ډېر ساینسپوهان د مختلفو تجربو لپاره سخت یخ موسم کې د شمالي قطب ارکتک او د سوېلي قطب انترکتیکا ته ځي او په میاشتو میاشتو له لمر لیدو پرته تېروي.

خو دوی دا وخت څنګه تېروي؟

د سمندري یخ ارزوونکی وشنو نندن له بي بي سي سره خبرو کې وايي، لومړیو ورځو کې سړي ته لمر یادېږي، اوسېدل ستونزمن وي، خو وروسته عادت کېږي.

نوموړی د کاناډا د مینیټوبا پوهنتون د ځمکڅارنې مرکز کې سرڅېړونکی دی او د ارکتک پر اقلیم یې څو لویې او مهمې څېړنې کړې دي، چې پکې د نړۍ ۶۰ ساینسپوهانو برخه اخیستې ده.

بدني ګړۍ

وشنو نندن اور ان کے ساتھی

د عکس سرچینه، Steffen Graupner

ارکټک کې ګړۍ د مسکو وخت سره سمېږي، خو دا اسان کار نه دی، بل د نندن بدن ور سره جوړ نه راتلو.

نندن په ارکتک کې له ۱۲۷ ورځو تېرولو وروسته بي بي سي ته وویل: بدني ګړۍ مې برابره نه وه، څه مهال سبا ناري ته پورته نه شوم، کله به ژر ویده کېدم او کله به نیمه شپه پاڅېدم.

خپل اوه کلن ماموریت کې وشنو نندن ارکتک او انترکتیکا ته ۱۵ ځلې تللی دی.

"نه لمر ختل او نه لوېدل وینې، کله داسې هم شوي چې زه له ډېرې ستړیا سره سره ډېر وخت ویښ پاتې یم. یا کله داسې شوي چې بهر ګورې بیا هم تیاره وي او پاڅېدلو ته دې زړه نه کېږي".

خوب او روغتیا

وشنو نندن ایک آئس سکوٹر پر

د عکس سرچینه، Julienne Stroeve

د عکس تشریح، ساینسپوهان د ځای بدلولو لپاره د یخ ټپټپي کاروي.

لمر پر ډي ویټامین سربېره ستاسو موډ هم برابروي.

د شپې ورځې له روښانه توپیر پرته بدني توازن بدلېږي او د خوب بې انډولي له امله د ستړیا او ګډوډۍ احساس کوې، که دا حالت اونۍ یا میاشتې وي، نو پر روغتیا بد اغېز کولی شي.

له اکتوبر تر مارچ یخني کې شمالي قطب په تیاره کې ډوب وي.

که څه هم زه د لال بېګ(یو ډول ژوی) په څېر یم چې ډېر نه ویدېږي، خو د خوب کمي زه سست کړی وم، ځینې وخت به ما ته د غرمې کار کول ډېر ستونزمن و.

بهر به هوا ډېره یخه او تېزه وه او تودوخه به هم منفي ۵۵ سانتي ګراد درجې وه.

شمالي قطب کې د خورا ډېرې تیارې اپوټه نوموړي ګرمۍ کې قطب کې ټوله ورځ په رڼا کې هم کار کړی دی.

"کله چې ۲۴ ګړۍ د لمر رڼا درته پیدا کېږي، نو سهار وخت ډېره انرژۍ لرې، خو ماښام همت له لاسه ور کوې او که نیمه شپه زما سترګې لوڅې شوې، نو بیا ویده شوی نه یم".

ډېر احتیاط

جدید ترین آلات سے لیس اور جہاز پر بنی پولرسٹرن تحقیقاتی لیبارٹری نے 23 فروری کو شمالی قطب میں 156 کلومیٹر کا سفر طے کر کے ریکارڈ توڑ دیا

د عکس سرچینه، Steffen Graupner

د عکس تشریح، نویو وسایلو سره بېړۍ کې جوړه لیببارټري د فرورۍ تر ۲۳ په شمالي قطب کې ۱۵۶ کیلومتره سفر ریکاررډ مات کړ.

په پرمختللو وسیلو سمبال بېړۍ کې جوړه پولرسټرن څېړنیزه لیبارټري د فرورۍ پر ۲۳ د شمالي قطب ۱۵۶ کیلومتره سفر ریکارډ مات کړ.

نندن وايي، له دې مخکې کومې بېړۍ دومره سخته یخني کې شمالي قطب کې دومره اوږد سفر نه درلود.

دا سمندري واوره د قطبي یږو کور دی.

"یوه ورځ جالبه پېښه وه چې یږه راغله او زموږ له سامان سره یې لوبې پیل کړې".

د خوندیتوب لپاره ساتونکی هم ور سره و.

وشنو وايي، د ځانګړي ماحول له امله سړی ډېر کونجکاو وي، ۲۴ ګړۍ تیاره وي، نو ته ډېر سوچ کوې.

فارغ وخت

ریچھ

د عکس سرچینه، University of Bremen /Marcus Huntemann

کله چې واوره کې اوسېږي، ډېره انرژي سوځي، چې دې سره د بدن کالوریز هم مصرفېږي. ځکه دی څلورو میاشتو کې لس کیلو کم شو.

پخلنځي کې ورته هر وخت خواړه وي، کله نور غړي هم د پخلي لپاره بلل کېږي.

وشنو پالک ډېر خوښوي او پر دې سربېره د ټولې ډلې لپاره تنوري چرګ او کبان تیارېږي.

سائنسدان

د عکس سرچینه، Lukas Piotrowski

د عکس تشریح، ساینسپوهان په شمالي قطب کې کریسمیس لمانځي

د کار د ښه والي لپاره وختېري هم وي، د اونۍ درې ورځې شراب څښي او خلاص وخت کې ویډیو ګېم اجازه لري.

دې وخت کې له ځانګړو مراسمو لکه کریسمیس او نوي کال سره سره وشنو کلیزه هم ولمانځله:

"د سخت مهالوېش له مخې، د فرورۍ تر پای پورې ساینسپوهان ډېر تنګ شول".

وشنو نندن

د عکس سرچینه، Lukas Piotrowski

د عکس تشریح، ا وشنو چې کاناډا ته له شمالي قطب ستنېږي، نو د کورونا وېروس له ګرځبندیز سره مخ کېږي.

وشنو نندن له شمالي قطب وتلو سره اول ځل د لمر وړانګې ولیدې: له تیارې مې بد نه راتلل، دا زموږ په څېر د ډېرو خلکو د ژوند یو ډول دی.

کله چې کاناډا ته ورسېد، نو په کور پاتېدو بندیز سره مخ شو، کاناډا ته تلونکي دا ډول ټول کسان ځان ګوښه کوي.

سختو حالاتو کې ژوند ور سره مرسته وکړه چې دا د بندیز ژوند هم اسانه تېر کړي.

ځینې کسان په دا ډول حالاتو کې بهر ته تلل غواړي، خو وشنو نندن وايي، دوی ته پکار دي چې کور کې ځان بوخت کړي.

۔