یو لوی ستوری له کهکشان څنګه ورک شو؟

ستوری

د عکس سرچینه، ESO / L. CALÇADA

د عکس تشریح، دا ستوری له ورکېدو مخکې ښايي په دې شکل و.

ستورپوهان د هغه لوی ستوري ورکېدلو حیران کړي چې دوی په لرې کهکشان یا شیدو لار کې ترویتاوه.

دوی وايي، ښايي دا لرې پروت ستوری له چاودنې پرته له منځه تللی او په تور غار بدل شوی وي.

که دا اټکل سم وي نو دا به لومړی ځل وي چې یو لوی ستوری په دې ډول له منځه ځي.

خو د هغې څېړنې له مخې- چې د رویال نجوم ټولنې میاشتنیو یادښتونو خپرونو کې چاپ شوې- بل اټکل هم شته.

دوی وایي، د ګاز او ګرد ترشا د پاتېدو له امله ممکن د دې ستوري ځلا له منځه تللې وي.

دا ستوری له موږ په ۷۵ میلیونو نوري کلونو واټن سره په کېنمن ډورف کهکشان کې په اکواریوم فلکي شکل سره پروت دی.

دا لوی ستوری په ځلاند شین بدلېدونکې ډلې ستورو پورې تړلی دی یا و او دا ډول ستوري له لمر تر ۲،۵ میلیون ځله ډېر روښان دي.

دا ستوري توازن نه لري، ځینې وخت په خپل مدار کې لوی بدلون څرګندوي؛ یانې په بېلابېلو څپو کې رڼا او روښنایي لېږدوي.

له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۱ کال د ستورپوهانو مختلفو ډلو دا لوی ستوری مطالعه کړ او پایله یې دا وه چې د بشپړتیا یا تکامل وروستيو پړاونو کې دی.

کېنمن ډورف کهکشان تر هغه لا لرې دی چې ستوري پکې په جلا جلا ډول ولیدل شي، خو ستورپوهان د دا ډول ستورو ځینې ځانګړنې سره بېلولی شي.

ستورپوهانو شیلي کې له اروپايي سوېلي تروېتون خورا ستر تلیسکوپ وکاراوه.

د عکس سرچینه، ESO

د عکس تشریح، ستورپوهانو شیلي کې له اروپايي سوېلي تروېتون خورا ستر تلیسکوپ وکاراوه.

د ایرلنډ د دوبلین په ټرینیټي کالج کې د دکتورا زدکوونکي انډرو الن په مشرۍ یوې ډلې پر ۲۰۱۹ کال دا کهکشان په دې هیله وڅاره، چې د دې لویو ستورو د له منځه تللو د څرنګوالي په هکله لا ډېر مالومات تر لاسه کړي.

خو کله چې دوی د سوېلي اروپا تروېتون ډېر لوی تیلسکوپ دغو ستورو ته ونیو، نو دا ستوري یې لیدلی نه شول.

ښاغلي الن وویل: "موږ د ستوري ورکېدو حیران کړو! ډېره نادوده وه چې دومره لوی ستوری له چاودنې پرته ورک شي. "

تر دې مخکې مشاهدې ښيي چې دا ستوری اور غورځوي او خپل مواد له لاسه ور کوي، خو باور دی چې دغه حالت یې پر ۲۰۱۱ کال ختم شوی دی.

ستورپوهان د خپلو مشاهدو له مخې د دې ستوري د ورکېدو او د چاودنې نه کېدو ته دوه خبرې لري.

د دوی په خبره، دې جوشېدو یا اور ښايي دا ستوری په یوه کم ځلېدونکي ستوري بدل کړی وي او هغه هم ښایي ګرد کې ورک شوی وي.

دویمه خبره دا ده چې دا ستوری ممکن له شړېدو وروسته او له چاودنې مخکې په تور غار بدل شوی وي.

د کېنمن ډورف شیدو لار انځور چې د هابل تشیالي تلیسکوپ سره اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، NASA, ESA/HUBBLE, J. ANDREWS (U. ARIZONA)

د عکس تشریح، د کېنمن ډورف شیدو لار انځور چې د هابل تشیالي تلیسکوپ سره اخیستل شوی دی.

خو دا به ناویاته پېښه وي، ځکه تر اوسه موږ په دې باور یو چې تر ډېره دا لوی ستوري په خورا لویه چاودنه کې له منځه ځي.

ښاغلی الن وايي، که دویمه خبره سمه وي، نو دا به لومړی ځل وي چې دومره لوی ستوری په دې ډول ژوند له لاسه وي کوي.

خو د دې ستوري د دا ډول مرګ د تایید لپاره لا ډېرې څېړنې ته اړتیا ده.

ټاکلې ده د اروپا سوېلې تروېتون خورا ستر تیلسکوپ پر ۲۰۲۵ کال فعال شي، چې د کېنمن ډورپ په څېر لرې پرتو شیندو لارو کې ستوري وڅاري او دا ډول پېښو په حل کې مرسته وکړي.