اسمان ته وګورئ؛ سپوږمۍ درته خاندي

د عکس سرچینه، Getty Images
ستورپوهانو د اپرېل لومړیو کې د ګلابي سپوږمۍ او د اپرېل وروستیو کې د مسلمانانو لپاره د روژې لپاره د میاشتې پر لیدلو بوخت وو، خو له دې سره سره د اسمان شپه کې لا نور شیان هم د لیدلو دي. که باور مو نه شي، اسمان ته وګورئ، خپله به ووینئ چې پر میاشت سربېره، زهره او مشتري هم شته.
که د ځمکې هر کونج کې یاست د کورونا وېروس له امله بندیزونو او رخصتیو اسمان روڼ او پاک کړی، هغه که غرنۍ سیمه یا ښار دی، نو ته ستوري ترویت کولی شې.
اسمان کې خندا
دا ښکارنده یا پدیده لږ په سختۍ لیدل کېږي، خو که استوايي سیمې ته نږدې یاست ښايي ویې وینې. د ګرینوویچ تروېتون ستورپوه اډ بلومر وایي، دا د شمسي نظام د میکانیکي اصولو د لیدلو لپاره غوره نمونه ده.
په مدار کې د سپوږمۍ اوځمکې د خوځېدو ډول ته په پام د سپوږمۍ هلال په افق کې د سترې خندا په ډول لیدل کېدی شي، خو دا هم د اوسېدو ځای پورې تړلی دی.
خو دا ښکارنده په دې ډېره استثنايي کېږي چې پر دې هلال د پاسه دوه ځلېدونکې سیارې مشتري او زهره داسې ښکاري لکه تر غوږو رسېدلې خندا د پاسه دوه سترګې.
ښاغلی بلومر وايي د لیدلو مناسب وخت د میاشتې ۲۳ او ۲۴ دي، خو سترګې باید اسمان کې ښخې وي، ځکه له لمر پرېوتو وروسته د ډېر لږ وخت لپاره لیدل کېږي او په اسانه له لاسه وتلی شي.
که څه هم دا پېښه ناویاته یا نادره ده، خو بې معموله نه ده.
پر ۲۰۰۸ کال د اسیا لویې وچې ځینې برخو او پر ۲۰۱۲ کال اسټرالیا او شمالي امریکا کې دا ښکارنده ولیدل شوه.
که دا خندا او پرې له پاسه دوه سترګې مو ونه لیدې، مه خپه کېږئ، ځکه ښاغلی بلومر وايي، اسمان کې نورې منظرې هم شته چې له لیدلو یې خوند اخیستلی شئ.
دوبنی مثلث

د عکس سرچینه، Getty Images
که د ځمکې شمالي نیمه کوره کې ژوند کوئ دوبنی مثلث د دې موسم یوه هیښوونکې نجومي ښکارنده ده چې د شپې اسمان کې د لار موندلو کې هم ګټور دی.
ښاغلی بلومر وايي، دا مثلث فلکي جوړښت نه دی، بلکې جوړښت ډوله دی، یانې د هغو ستورو برخه ده چې پېژندل یې ګټور دي. دا فرضي مثلث له درې ځلېدونکو ستورو جوړ دی چې عرب ستورپوهان یې طایر، دنب او وګا بولي.
سوېلي اسماني قطب
ښاغلی بلومر وايي، که سوېلي کوره کې ژوند کوې، د سوېلي اسماني قطب د موندلو هڅه وکړه، ښايي لټون یې سخت وي، خو موندل یې سړی ډېر خوشالوي:
"شمالي نیمه کوره کې دا کار اسان دی، ځکه دلته قطبي ستوری شته، چې د شمالي قطب لپاره یوه نښه ده، خو سوېل کې باید ډېر تلاش وکړې".
سپوږمۍ او لمر تندر نیول

د عکس سرچینه، Getty Images
پر ۲۰۲۰ کال دوه لمر تندر نیول او څلور سپوږمۍ تندر نیول لرو.
ښاغلی بلومر وايي، که بنګله دېش، هند نېپال، پاکستان، یمن یا سوېلي چین کطیاست، د جون پر ۲۱ سپوږمۍ تندر نیولو ته تیار شئ، خو که ډېر سخت او هیښوونکي کار ته چمتو یاستو نو لکيوال ستوري مه پرېږدئ.
تاسو دې برخه کې لږ ټیکنالوجیکو مالوماتو او یوه دوه سترګي دوربین ته ضرورت لرئ:
ښايي نوی کشف وکړئ او که د شپې له اسمان ښه انځورونه واخلئود برتانیا سلطنتي تروېتون سیالۍ ته یې ولېږئ.








