مصر کې لرغونی ښار کشف شوی

کشف شوي ښار کې لوی قبرونه او له ډبرو او اوسپنې جوړ توکي هم موندل شوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کشف شوي ښار کې لوی قبرونه او له ډبرو او اوسپنې جوړ توکي هم موندل شوي

په مصر کې لرغونپوهانو یو ښار کشف کړی، چې قدامت یې شاوخوا اوه زره کاله ښودل شوی. د نیل سیند پر غاړه په یاد ښار کې کورونه، د ژوند بېلابېل توکي، کلالي توکي او لوی قبرونه هم شته.

لرغونپوهان وايي، په نوي ښار کې پنځه کشف شوي قبرونه شاید په ټولنه کې د مخورو او مشرانو وي.

دوی وايي، ددغه نوي ښار کشفول به د مصر په سیاحت کې د بهرنیو سیلانیانو په ورماتولو کې مرسته وکړي.

له ۲۰۱۱ کال وروسته، کله چې پخوانی ولسشمر حسني مبارک د پراخو لاریونونو او پاڅون په پایله کې له واکه لیرې شو، مصر ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ هم ودرېده، چې دغه هېواد ته یې لوی اقتصادي ګوزار ورکړ.

لرغونپوهان وايي، په نوي کشف شوي ښار کې ودانۍ، له خټو جوړ لوښي او له اوپنې او تیږو جوړ څیزونه موندل شوي.

په بي بي سي کې د منځني ختیځ د چارو کارپوه او شنونکی الن جانسن وایي، ددغو قبرونو کشفېدل د مصر معاصر تاریخ کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.

باور کېږي چې د ښار اوسېدونکي به چارواکي وو او په ابیدوس ښار کې شاهي قبرونو ته څېرمه ګڼ عبادتځایونه هم شته، چې د مصري تمدن په لومړي پړاو کې به د هغه وخت پلازمېنه ګڼل کېده.

دا نوی کشف به د مصر سیاحت ته ډېره ګټه ورسوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا نوی کشف به د مصر سیاحت ته ډېره ګټه ورسوي

د "ایجیپټ انډپنډنټ" په نامه ورځپاڼې د چارواکو له خولې ویلي، د مصر د لرغونو اثار اړوند وزارت یوې ډلې دغه ځای کشف کړی دی.