۵ زره کلنه لمرینه فرعوني بېړۍ کشف شوه

د عکس سرچینه، Reuters
فرانسوي لرغون پوهانو یوه پنځه زره کلنه لرغونې لمرینه فرعوني بېړۍ کشف کړې ده.
د مصر د کورنیو چارو وزارت د لرغونو اثارو د چارو څانګې ویلي، دغو لرغون پوهانو دا بېړۍ په ابور رواش سیمه کې د کیندنو پرمهال دا بېړۍ کشف کړې ده.
دغه سیمه د پلازمېنې قاهرې په لوېديځ کې پرته ده.
د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې دا بېړۍ د لومړي فرعون د کورنۍ له پاچاهانو سره تړاو لري.
نوموړی وايي چې دغه بېړۍ شپږ متره اوږده او یو نیم متر سور لري.
دی زیاتوي چې دغه بېړۍ جوړه ده، خو ځینې له منځه تللي ځایونه یې په موزیم کې د ترمیمېدو په حالت کې دي.
د فرعونیانو په باور، لمرینې بېړۍ دوی له مرګ وروسته بلې نړۍ ته لېږدوي؛ همدا ده چې دغه بېړۍ به له مرګ وروسته له فرعونیانو سره خښېدلې.
په ۱۹۵۴ کال هم یوه مصري لرغون پوه د لوی هرم د ننه د مشهور پاچا خوفو یوه لمرینه بېړۍ کشف کړه.
دغه موندل شوې بېړۍ ۴۳ متره وه، چې لرغونتوب یې ۴۵۰۰ کلونو ته رسېده.








