مصر کې د فرعوني ملکې قبر کشف شوی

دغه کشف د هغو فرعوني کورنیو پر تاریخ رڼا اچوي، چې د لومړي هرم د جوړېدو شاهدان وو.
د عکس تشریح، دغه کشف د هغو فرعوني کورنیو پر تاریخ رڼا اچوي، چې د لومړي هرم د جوړېدو شاهدان وو.

د چک جمهوریت لرغونپوهانو د مصر پلازمېنې قاهرې ته څېرمه د یوې فرعوني ملکې قبر کشف کړی دی. اټکل دا دی چې دغه قبر د "نفرفرع" په نامه د فرعون د ښځې یا مور وي، چې ۴۵۰۰ کاله مخکې یې په مصر واکمني کړې ده.

په مصر کې پلازمېنې قاهرې ته څېرمه د چک جمهوریت لرغونپوهانو د یوې فرعوني ملکې هغه قبر کشف کړی، چې تر اوسه یې د لرغونو اثارو د موندلو هېڅ څرک نه لګېده.

اټکل دا دی چې د قاهرې په سوېلي لوېدیځ "ابو صیر" سیمه کې دغه قبر د "نفرفرع" په نامه د هغه فرعون د مېرمنې یا مور وي، چې ۴۵۰۰ کاله مخکې یې په مصر واکمني کړې ده.

د مصر د لرغونو آثارو وزیر ممدوح الدماطي ویلي، ددغې ملکې نومر "خنتکاوس" و، چې د قبر پر یوه دېوال یې نوم په نقش کې لیکل شوی دی.

دغه قبر د نفرفرع په هغه اړوند ځای کې موندل شوی، چې تر ډېره به یې مړي پکې سمبالول.

د چک د لرغونپوهانو د ټولنې مشر میروسلاف باترا ویلي، اټکل دا دی چې دغه قبر د فرعون د مېرمنې وي.

د چک لرغونپوهانو هلته له جیري ډبرې او مسو جوړ شوي ۳۰ لوښي هم موندلي، چې اټکل دی له همدې ملکې سره خښ کړل شوي دي.

د فرعونیانو د پنځم نسل د واکمنې کورنۍ مقبره، چې نژدې ۴۵۰۰ کاله مخکې یې په مصر واکمني کړې وه

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د فرعونیانو د پنځم نسل د واکمنې کورنۍ مقبره، چې نژدې ۴۵۰۰ کاله مخکې یې په مصر واکمني کړې وه
په مقبره کې نژدې ۳۰ نور لرغوني لوښي هم موندل شوي، چې اټکل کېږي له ملکې سره یوځای خښ شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په مقبره کې نژدې ۳۰ نور لرغوني لوښي هم موندل شوي، چې اټکل کېږي له ملکې سره یوځای خښ شوي

الدماطي زیاتوي، دغه کشفونه "له موږ سره د فرعوني کورنۍ د پنځم مجهول نسل په موندلو کې مرسته کولی شي، چې ترې مخکې د څلورم نسل د واکمنۍ پرمهال د مصر لومړی هرم جوړ شوی و."

"ابو صیر" سیمه په لرغونو دولتونو کې د "ممفیس" د پلازمېنې د مړستون په توګه کارول کېده.

د ملکې نوم د هغې د قبر پر یوه دېوال په نقش لیکل شوی و

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د ملکې نوم د هغې د قبر پر یوه دېوال په نقش لیکل شوی و

د تېر کال دسمبر په نیمايي کې د مصر په اقصر ښار کې یوځل بیا هغه مجسمه ودرول شوه، چې ټیک ۳۰۰۰ کلونه د یوې لویې زلزلې له کبله په یوه کرونده کې تر خاورو لاندې شوې وه.‌

لرغونپوهانو دغه مجسمه کشف کړه،‌ او د ترمیم چارې یې پیل کړې دي.

لرغونپوهانو دغه مجسمه کشف کړه،‌ او د ترمیم چارې یې پیل کړې دي.
د عکس تشریح، لرغونپوهانو دغه مجسمه کشف کړه،‌ او د ترمیم چارې یې پیل کړې دي.

دغه مجسمه د درېیم فرعون امنحتب ده.

دغه مجسمه پر ځمکه تر لوېدو وروسته نژدې ۹۰ ټوټې شوې وه.‌

دغې لس متره لوړې مجسمې ته اوس سپین تاج ور پر سر کړل شوی،‌ چې د لرغوني مصر د شان او شوکت نښه ګڼل کېږي.