د یونس علیه السلام تر مقبرې لاندې لرغونې ماڼۍ

عراق
د عکس تشریح، داعش سخت دریځو ادعا کوله چې د حضرت یونس دغه مقبره د معبد پر ځای د کفارو پر مرکز بدله شوې.

د عراق شمال کې د موصل ښار یو غر د نبي حضرت یونس علیه السلام غر بلل کېږي. دغه ځای له پېړیو راهیسې د معبد په توګه استعمالېده. د عیسویانو لومړۍ زمانه کې دلته یو معبد و او بیا ۶۰۰ کاله وروسته د حضرت یونس علیه السلام مقبره ودانه شوه.

۲۰۱۴ کال کې د داعش ډلې وسله والو د باروتو په زور دغه مقبره کنډواله کړه.

د داعش ډلې سخت دریځو ادعا کوله چې د حضرت یونس علیه السلام دغه مقبره د معبد پر ځای د کفارو پر مرکز بدله شوې. د مقبرې ویجاړولو ویډیويي کلیپونه د نړۍ لر او بر کې خپاره شول.

خبریالانو د فوټو ګرامیټري تخنیک په مرسته هلته د پاتې شونو لوړ کیفیت تصویرونه واخیستل
د عکس تشریح، خبریالانو د فوټو ګرامیټري تخنیک په مرسته هلته د پاتې شونو لوړ کیفیت تصویرونه واخیستل

خو د حضرت یونس علیه السلام د مقبرې له ویجاړېدو سره کیسه پای ته و نه رسېده، بلکې دا پوښتنې راپورته شوې، چې بنسټونو کې یې څه ډول خزانې پټې دي.

د ۲۰۱۸ کال پسرلي کې د بي بي سي عربي څانګې خبریالانو یوه ډله د هغو پرتمینو تونلونو لیدو ته ورغله، چې اوس له خاورو دوړو ډک شوي وو.

خبریالانو د فوټو ګرامیټري تخنیک په مرسته هلته د پاتې شونو لوړ کیفیت تصویرونه واخیستل او هڅه یې وکړه، معلومه کړي چې د مقبرې تر کنډوالې لاندې څه پاتې دي.

ډېر مسلمانان په دې باور دي چې د حضرت یونس علیه السلام هډونه همدلته ایښي وو او وروسته پرې مقبره جوړه شوه.

داسې باور هم شته چې دغه ځای کې د هغه نهنګ غاښ پروت و چې د روایت له مخې یې حضرت یونس علیه السلام یې درې ورځې په نس کې تېرې کړې وې.

موصل

د حضرت یونس علیه السلام تر مقبرې لاندې یوه ماڼۍ هم شته، چې د تاریخپوهانو په وینا د اشوریه پاچاهانو د اوسېدو ځای و او دغه راز د دوی پوځي کمپ هم و.

دغه ماڼۍ له میلاده اووه پېړۍ مخکې ودانه شوې وه.

د حضرت یونس علیه السلام تر مقبرې لاندې دغه ماڼۍ ۱۸۵۰ کال کې لرغونپوه آستن هنري لایارډ او د هغه موصل کې زېږېدلي ملګري هرمزد رسام کشف کړې وه.

هغه مهال د دغه ځای سپېڅلتوب ته په پام سره کېندنې پر ځای پاتې شوې او ۱۹۸۹ کال کې هم د عراق حکومت له لوري د کېندنو پر مهال لرغونپوهانو ته خبرداری ورکړل شو، چې له کېندنو سره د مقبرې بنسټونو ته زیان اوښتلای شي.

خو ۲۰۱۷ کال کې د داعش ډلې له ماتې وروسته ماهرینو دغه ځای کې د یوه جومات له پاتې شونو لاندې دومره تونلونه وموندل چې مخکې یې اټکل نه کېده.

دا لومړی ځل دی، چې د دغې دورې اثارو کې د ښځو دغه ډول بتان موندل کېږي
د عکس تشریح، دا لومړی ځل دی، چې د دغې دورې اثارو کې د ښځو دغه ډول بتان موندل کېږي

تر مقبرې لاندې تونلونه

ویل کېږي هلته نژدې ۵۰ تونلونه و، چې ځینې یې څو متره او ځینې نور یې بیا ان ۵۰ متره اوږده وو.

ډېر تونلونه د کولنګونو په وسیله کېندل شوي، خو ویل کېږي د یو شمېر تونلونو کېندلو لپاره ماشین هم استعمال شوی دی.

لومړی ویل کېدل چې سخت دریځو دغه تونلونه خپله کېندلي، خو وروسته د موصل ځینو اوسېدونکو وویل، دوی ته د دې سرنګونو کېندلو لپاره ویل شوي وو. دوی غوښتل دلته پاتې تاریخي اثار لوټ کړي.

داسې فکر کېږي چې د تاریخي اثارو غیر قانوني پلور د اسلامی دولت ډلو په څېر سخت دريځو د عاید دویمه لویه سرچینه ده.

په خورا دقت سره تر مقبرې لاندې اثار لوټل شوي، خو ځینې توکي داسې دي، چې له تونلونو یې ایستل ممکن نه وو او له همدې کبله پاتې شوي دي.

ه دغه ځایه د لاماسو په نامه د یوه اسطوريي کرکټر څلورو مجسمو هم موندل شوې ده.
د عکس تشریح، له دغه ځایه د لاماسو په نامه د یوه اسطوريي کرکټر څلورو مجسمو هم موندل شوې ده.

کله چې د بي بي سي خبریالان دغو تونلونو ته کوز شول، ماهرینو هلته داسې څه وموندل شول، چې د ځوابونو پر ځای یې نورې پوښتنې راپورته کړې.

دې کې د چونې له تېږو د جوړو لوښیو ټوټې او ۳۰ داسې ډبرینې لوحې پاتې وې، چې د اشوري پاچاهانو انځورونه او نومونه پرې حکاکي شوي وو.

د ښځو حیرانونکې مجسمې

یوه ډېره حیرانوونکې موندنه پر یوه ډبرینه لوحه وه، چې ښځې پکې په کتار کې ولاړې لیدل کېږي.

حیرانوونکي ځکه بلل کېږي، چې د دغې زمانې په پاتې اثارو کې لومړی ځل دی، چې د ښځو مجسمې لیدل کېږي.

لاماسو

د کتارو ولاړو ښځو د مجسمو تر څنګ چې ډېری ماهرین یې حیران کړي دي، له دغه ځایه د لاماسو په نامه د یوه اسطوريي کرکټر څلورو مجسمو هم موندل شوې ده.

لاماسو مجسمه د اشوري دورې د ماڼیو پر دروازو حکاکي کېده، چې د دوی له باور سره سم د دښمنانو او بدو روحونو ډارولو هدف یې درلود.

د دغې مجسمې بدن د غوايي، وزرونه د باز او سر د انسان سر ته ورته و او هغې لارې ته به یې کتل چې له کوم لوري به خلک ښار ته ننوتل.

ماهرین وايي، دلته د دغې مجسمې شتوالی ښيي، چې دغه ځای یو وخت معبد یا شاهي ماڼۍ وه، چې د هغه مهال واکمنو غوښتل له دښمنانو یې وژغوري.

۲۰۱۵ کال کې د اسلامي دولت ډلې له لاسه د لاماسو مجسمې ورانول د لرغوني نینوا ښار ورانۍ ته ورته بلل کېدل، چې د دښمنانو پوځ دغه ښار وران کړی و او له ښاره یې د پاچا هره شبیه د دې لپاره لرې کړې وه، چې تاریخ کې یې نوم او نښان پاتې نه شي.

دا لومړی ځل دی چې د دغې دورې اثارو کې د ښځو مجسمې موندل کېږي

خو اسلامي دولت ډله په عام محضر کې د لاماسو تصویر له ورانولو سره هم خپل هدف ته و نه رسېده.

د نینوا له اثارو لږ ها خوا د لاماسو ډبرینې مجسمې د نبي حضرت یونس علیه السلام تر مقبرې لاندې داسې حال کې پاتې دې، چې د انسانانو سترګو له زرګونو کلونو راهیسې نه وې لیدلې.

اوسنۍ موندنې ښيي چې د نبي یونس د زیارت ورانولو له هڅو سره هم ورسره د تړلې کیسې غوټې یوه په بله پسې پرانیستل کېږي.