انجلینا جولي د موصل کنډوالو کې څه کول؟

انجلینا جولي وايي، دلته وګړو هرڅه له لاسه ورکړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انجلینا جولي وايي، دلته وګړو هرڅه له لاسه ورکړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سفیرې انجلینا جولي د عراق موصل ښار کې وضعیت "وېروونکی" بللی چې په وینا یې، "عراقیان لاهم له مړو او کنډوالو چارچاپېره ژوند کوي".

دغې امریکایۍ ممثلې ویلي: "د موصل ښار النوري جامع مخ ته له کنډوالو څخه، شنبه: د کډوالو چارو چارو د استازې په توګه مې د دندې پرمهال تېرو کلونو کې تر ټولو ناوړه ویجاړي ولیده."

اغلې جولي له موصله د "اسلامي دولت" ډلې له شړلو څه کم یو کال وروسته هلته تللې ده.

دغې ډلې په ۲۰۱۴ کال موصل ښار ونیو، خو په ۲۰۱۷ کال بېرته ترې وایستل شوه.

جولي د بیارغونې د پروژو ارزونې پرمهال ویلي "د موصل ښار په لوېدیځه برخه کې دلته وضعیت وېروونکی دی. لاهم خلک له مېنو وځي، د ښار د کډوالو کمپونونو کې د پښې اېښودو ځای نه شته."

نوموړې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې موصل ښار او وګړي یې هېر نه کړي، هغه وګړي چې "خپلو ماشومانو ته درمل هم نه شي موندلی."

دا زیاتوي: "دلته اوسېدونکو هرڅه له لاسه ورکړي، کورونه یې ویجاړ شوي، ماشومانو ته درمل نه لري او ډېری یې پاکې اوبه او د ژوند اساسي اسانتیاوې نه لري."

د انجلینا جولي په وینا، دلته خلک پاکې اوبه او د بچیانو لپاره درمل نه لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انجلینا جولي په وینا، دلته خلک پاکې اوبه او ماشومانو ته درمل نه لري
جولي: "عراقیان لاهم د مړو او کنډوالو منځ کې اوسېږي"

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جولي: "عراقیان لاهم د مړو او کنډوالو منځ کې اوسېږي"

انجلینا جولي ویلي، موصل ښار کې خلک د مړو او کنډوالو منځ کې اوسېږي، خو هڅه یې دا ده چې خپل ویجاړ ښار بیا ورغوي.

له موصل ښاره د جګړو له کبله نژدې نیم میلیون عراقیانو، چې د بېلابېلو مذهبونو لارویان او لږکي وو، خپل کورونه پرېښودل.

ملګري ملتونه وايي، موصل کې جګړو څه باندې اته زره کورونه ویجاړ کړل، د فرات سند پر اوبو جوړ پنځه پلونه نړول شوي چې د درو بیارغول یې اوس دوام لري.