انجلینا جولي له نړۍ د سوریې کړکېچ ته حل غواړي

د عکس سرچینه، epa
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سفیرې انجلینا جولي پر نړیوالو قدرتونو غږ کړی، چې په سوریه کې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې ختمولو لپاره لاس په کار شي او له جګړې د تښتېدلو میلیونونو خلکو مرستې ته لاسونه وراوږده کړي.
امریکايي فلمي ممثلې انجلینا جولي دا څرګندونې لبنان کې د 'بقاع' درې ته څېرمه د سوري کډوالو کمپ کې د کتنې پرمهال کړې دي.
د کډوالو دا کمپ د سوریې له پولې نژدې ۱۵ کیلومتره لیرې دی.
په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې له کبله تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او تر نیم میلیون ډېر نور وګړي بې ځایه شوي دي.
انجلینا جولي وویل: ''د دیپلوماتیکو هلو ځلو او دیپلوماتیک حل پرځای د بشري مرستو له لارې په نړۍ کې له ستونزو سره معامله کول او حل کول امکان نه لري''.

د عکس سرچینه، AP
د کډوالو په دې کمپ کې د سختو بارانونو او بادونو له کبله کډوال له لویو ستونزو سره مخامخ شوي، انجلینا جولي په خټو او ناوړه وضعیت کې د کډوالو لیدو ته ورغلې وه.
د سوریې ګاونډیو هېوادونو ته د میلیونونه کډوالو ورماتېدو ته په اشارې سره جولي وویل ستونزه ''یوازې په اروپا کې یوازې پر لسګونو زور کډوالو پورې محدوده نه ده''.
ترکیه، اردن او لبنان کې نژدې ۴٫۸ میلیون کډوال مېشت دي، خو په لبنان کې د ثبت شویو سوري کډوالو شمېر یو میلیون ته رسېږي، چې ددغه هېواد د وګړو له څلورمې برخې سره برابر دی.

د عکس سرچینه، AP
د اروپايي ټولنې مشرانو له ترکیې سره داسې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې ترکیه به ۲٫۷ میلیون سوري کډوال پخپله خاوره کې ساتي، خو مقابل کې به یې پیسې ترلاسه کوي.
په لبنان کې سوري کډوال له ډېرې زیاتې بې وزلۍ سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د یوه راپور له مخې، په سوریه کې روانې جګړې نژدې ۲٫۴ میلیون ماشومان کډوالۍ ته اړایستلي ګڼ نور وژل شوي او یا جنګیالي ترې جوړ شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP








