د ایټالیا یوه سمڅه کې د لرغونو انسانانو پاتې شوني موندل شوي

This image released by the Italian Culture Ministry shows a cave near Rome where Neanderthal bones were discovered

د عکس سرچینه، Italian culture ministry/AFP/Getty

لرغونپوهانو د ایټالیا د پلازمېنې روم سویل ختیځ کې له یوه لرغونې سمڅې د ۹ لرغونو انسانانو یا (نئاندرتال) پاتې شونې موندلې دي. ظاهراً داسې ښکاري چې دغه کسان به د کږو یا کوم بل ډول ځناورو لخوا ښکار شوي وي.

د دغو کسان فوسېل شوي هډوکي چې ماتې کوپړۍ او ژامې هم پکې دي، د سان فلیچه چیرچېو ساحلي ښار په ګواتاري سمڅه کې موندل شوي دي.

نئاندرتال د اوسنيو انسانانو تر ټولو نږدې خپلوان وو او باور دا دی چې نسل یې شاوخوا ۴۰ زره کاله وړاندې ختم شوی دی.

خو د دوی د 'ډي این اې' ځینې کوچنۍ نښې اوسنیو انسانانو کې لا پاتې دي.

د ایټالیا فرهنګ وزارت ویلي د دغو پاتې شونو د اتو تنو لرغونتیا له ۵۰ تر ۶۸ زرو کلونو ته ګرځي، خو نهم یې ښايي له ۹۰ تر ۱۰۰ زره کاله پخوانی وي.

لرغونپوهان وايي په دغو نهو نئاندرتال انسانانو کې چې تازه یې پاتې شونې موندل شوې - اووه بالغ نارینه، یوه ښځه او یو زلمی هلک دی.

ی

د عکس سرچینه، JIAN HAN, NORTHWEST UNIVERSITY, CHINA

په تور وېرګاتا پوهنتون کې د لرغونپوهنې استاد ماریو رولفو ویلي ډیری دغه نئاندرتالان د کږو لخوا ښکار شوي او بیا یې د خوړو په توګه د خپل اوسېدو سمڅ ته راکښلي دي.

ګارډین ورځپاڼې د هغه له خولې لیکلي چې"نئاندرتال انسانان د دغو ژویو ښکار و - کږو به ښکار کول، په ځانګړي ډول د ناروغانو او زړو په څېر د هغوی ډېر زیانمنونکي اشخاص."

د ایټالیا د فرهنګ وزیر داریو فرانسچیني دا "فوق العاده مونده بللي" چې د ده په وینا "ټوله نړۍ کې به پرې خبرې کېږي."

نوموړي ویلي "دا موندنې به د نئاندرتالانو په اړه د څېړنو بډاینې سره مرسته وکړي."

د ایټالیا فرهنګ وزارت ویلي لومړی ځل په ۱۹۳۹ کال ګواتاري سمڅ کې په تصادفي ډول یو څه پاتې شوني موندل شوي وو چې "دغه غار یې د نړۍ په کچه د نئاندرتال انسان د تاریخ په تړاو تر ټولو په مهم تره ځای" بدل کړ.

دا سمڅه لرغونی وخت د یوې زلزلې یا ځمکښوېدنې په وسیله بنده شوې او دې کار مرسته کړې چې د نئاندرتال انسانانو دا پاتې شونې لسګونه زره کاله خوندي پاتې شي.