اتلس زره کاله پخوا کنګل شوی سپی موندل شوی

سپی یا لیوه

د عکس سرچینه، LOVE DALEN

د عکس تشریح، څېړونکي وايي، دغه حیوان سپی دی، یا لیوه دی او یا هم د دواړو تر منځ کیدای شي.

څېړونکي هڅه کوي معلومه کړې چې سایبریا کې موندل شوی هغه حیوان چې ۱۸۰۰۰ کاله پخوا کنګل شوی سپی دی او که لیوه.

دغه کنګل شوی حیوان چې د مړه کېدو پر مهال یې عمر دوې میاشتې و، د روسیې له هغه ځنګله موندل شوی چې ډېره برخه یې کنګلونو نیولې ده او پوټکی، غاښونه او پزه یې په خپل حال پاتې دي.

ویل کېږي ډي این اي معاینات د دغه حيوان پاتې شونو په پېژندنه کې پاتې راغلي دي. ساینسپوهان وايي، کېدای شي د دغه حېوان پاتې شوني د لیوانو او اوسنیو سپیو تر منځ د نسلي اړیکي غوټه پرانیزي.

د راډیو کاربون معایناتو ښوولې چې د مړه کېدو پر مهال د دغه حیوان څومره و او تر څومره مودې پورې کنګل حالت کې پاتې شوی او دغه راز ژینیوم څېړنې ثابته کړې چې دا سپۍ یا لیوګۍ نه ده، بلکې سپی یا لیوه دی.

د سویډن یوه څېړونکي ډېو سټانټن سي این این ته ویلي، د ډیي این اي تسلسل به ثابته کړې وه چې دغه حېوان د لیوانو او سپیو له یوه ګډه نسله دی.

سپی یا لیوه

د عکس سرچینه، SERGEY FEDOROV

ساینسپوهان وايي، دوی به د دغه حېوان د ډي این اي ترتیب چاره روانه وساتي او د سپیو نسل په اړه ډېر معلومات رابرسېره کولای شي.

دغه حیوان ته د 'دوګور 'نوم ورکړل شوی، چې په یاکوت ژبه کې 'ملګري ' ته هم ویل کېږي او دغه راز د 'سپی یا لیوه؟ ' پوښتنې د سر ټکی هم دی.

عام تصور دا دی چې اوسني سپي د لېوانو له نسله دي، خو څه وخت اهلي شوي؟ په دې تړاو لا هم بحثونه کېږي.

سپی یا لیوه

د عکس سرچینه، SERGEY FEDOROV

د عکس تشریح، په تصویرونو کې لیدل کېږي چې ان د دغه حیوان بریتونه هم پر خپل حال پاتې دي