۲۴ زره کاله پخوا کنګل شوی موجود بېرته ژوندی شوی

موجود

د عکس سرچینه، PA Media

یوې نوې څېړنې موندلې، یو ګڼ حجروي موجود چې په مایکروسکوپ کې لیدل کېدای شي، په سایبریا کې تر ۲۴۰۰ کلونو کنګل کېدو وروسته بېرته راژوندی شوی دی.

پوهانو دا حیوان له الایزا بند نه رایستلی چې وايي مایکروسکوپي، اوبیز او کروي شکل لري.

د دغه موجود شاوخوا کنګل ویلې کولو وروسته، زرګونه کاله وروسته بیا هم دی د تکاثر وړتیا هم لري.

مخکېنیو څېړنو موندلې وه چې دا ډول ژوي یا موجودات په کنګل حالت کې هم تر لسو کلونو پورې ژوند پاتېدی شي.

خو نویو څېړنو چې په (کارنټ بیولوژي) مجله کې چاپ شوې، وښوده، که تل تر تله نه وي، دا موجود زرګونه کاله ژوند کولی شي.

د فزیکي/ کیمیاوي او بیولوژيکي مسلو اړوند روسي انستېتیوت سټاش مالافین فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "دا ګڼ حجروي موجود زرګونه کاله ژوندی پاتې کېدای شي."

دی وايي لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

پوهانو د دغه ژوی یا موجود عمر د ۲۳۹۶۰ او ۲۴۴۸۵ کلونو ترمنځ ښودلی دی.

دا ژوی د نړۍ په لر و بر خوږو اوبو کې اوسېږي او د اوبیزو او کروي موجوداتو له کورنۍ څخه ګڼل کېږي.

یاد موجود د هر ډول سختیو پر وړاندې مقاومت کولی شي.

د "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې د رپوټ له مخې، دا موجود د ځمکې پر سر د هر ډول رڼا او شعاع پر وړاندې مقاومت کولی شي.

ورځپاڼه وايي، دغه موجود د اکسیجن د نشتوالي، لوږې، د لوړې درجې تروشوالي او څو کلنې وچکالۍ په صورت کې هم ځان ژوندی ساتلی شي.

په ځینو رپوټونو کې یوشمېر نور ګڼ حجروي موجودات هم یاد شوي چې زرګونه کاله وروسته بېرته ژوندي شوي، چې د بېلګې په توګه ګرد چینجي هم پکې راتلی شي.