د ځمکې پر مخ "تر ټولو پخوانی بوټی" وموندل شو

ږ

د عکس سرچینه، Stefan Bengtson

د عکس تشریح، دې موندنو د بوټو عمر څلور سوه کلونه نور هم پخوانی کړ.

د موندل شوو فوسیلي شواهدو له مخې د ځمکې پر مخ د بوټو را زغونېدلو تاریخ ممکن له هغه ډېر سلګونه میلیونه کلونه پخوانۍ وي، چې تراوسه یې فکر کېده.

په هند کې موندل شوې لرغونې ډبرې ښيي چې سرو اوبړیو ته ورته بوټي نږدې یو اعشاریه شپږ میلیارده کلونه پخوا زرغونېدل.

په سوېډن کې پوهان وايي، دا موندنې ښايي د پرمختللي ژوند د تکامل د وخت په هکله نظریې بدلې کړي.

د تیریز سلاستیډت په نوم د سوېډن د طبيعي تایخ موزیم یوې پوهاندې دا فوسېلونه موندلي.

نوموړې یې د سرو اوبړیو فوسیلونه بولي او وايي، یو اعشاریه شپږ میلیارده کلونه پخواني دي.

"دا موندنې موږ ته دا زبادوي چې بوټي، قارچ او موږ انسانان له هغه ډېر ژور تاریخ لرو چې موږ یې پخوا فکر کاوه."

د ژوند ونه

ر

د عکس سرچینه، SPL

د عکس تشریح، د بالتیک سمندرګي سرې اوبړۍ.

ساینسپوهانو د منځني هند په رسوبي کاڼو کې دا فوسیلونه موندلي، چې د سمندر اوسنۍ سرې اوبړۍ ته ورته دي.

د دې څېړنډلې یو بل غړی پوهاند سټیفن بېنګسټن وايي: "د دې لرغونو موادو په هکله سل په سله باور نشي کېدلی، ځکه ډي اېن اې یې نشته، خو ځانګړنې یې یو مخ د سرې اوبړۍ په څېر دي".

له دې مخکې هم د داسې سرو اوبړیو نښې موندل شوې چې فکر کېږي یو اعشاریه دوه میلیارده کلونه پخوانۍ دي.

خو په هند کې موندل شوي دا فوسیلونه ترې څلور سوه کلونه پخواني دي او دا ښيي چې د ژوند ونې تر ټولو پخوانۍ څانګې دي.

د ژوند د لرغونتوب په هکله ادعاوې هم جنجالي دي او له ډي اېن اې اسنادو پرته یې تاییدېدل د ډېرو فوسیلونو په موندلو پورې تړلي دي.

دا پوښتنه هم شته چې سرې اوبړۍ د بوټو په ټولۍ یا کټګورۍ کې راځي او که ځانته ډله ده.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوبړۍ پر سور رنګ سربېره نور رنګونه هم لري.