پېړۍ کنګل شوي بوټي بيا راژوندي شوي

سيانس پوهان د هغه بوټي پر بيا راژوندي کولو توانېدلي چې له ننه ۴۰۰ کاله وړاندې د يخ په لنډه دوره کې کاناډا کې کنگل شوى و.
له ٢٠٠٤ کال راپه دې خوا، چې کاناډا کې د کنگل اوبه کېدو بهير گړندى شوی ورسره د بوټيو گڼ شمېر ډولونه په نښه شوي دي.
سيانس پوهان وايي هغه بوټي چې څو پېړۍ وړاندې د کنګل لنډ پړاو کې کنگل شوي وو، اوس يې بېرته غوړېدا پيل کړې ده.
ښه بېلگه يې د هغو ارزه يا بېکاره بوټيو ده چې ۴۰۰ کاله وړاندې کنگل شوي وو او اوس بېرته په لاربراتورار کې ژوندي شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه ارزه يا بېکار گياوي هغه دي چې معمولا د سمندرونو په تل کې په ډبرو يا د ډبرو په شا او خوا کې شنه کېږي.
پلټونکي وايي د مړو بوټيو بېرته شنه کېدا تکتيک د ايکو سيستم يا د چاپېريال پيژند نې لپاره چې له کنګل پړاو بېرته راوځي هم اغېزې لري.
دغه پلټنه د کاناډا د يوه پوهنتون له خوا د هغه هېواد کنگل کې تر سره شوې ده.
د کاناډا کنگل کې د يخ اوبه کېدو بهير له ٢٠٠٤ کال راهيسې پيل شوی او هر کال په منځني ډول ۳ تر ۴ مترو پورې اوبه کېږي.
په پايله کې د مځکې هغه برخه د راڅرگندېدو په حال کې ده چې د کنګل لنډ پړاو راپه دې خوا نه ده ليدل شوې.
د کنګل لنډ پړاو د ١٥٥٠ او د ١٨٥٠ ميلادي کلونو ترمنځ اټکل شوی دی.
دغه بوټي چې اوس بېرته په لاربراتوار کې راژوندي شوي له هغو بوټيو چې د مځکې پر مخ موجود دي بشپړ توپير لري.
ځکه نو کوم بوټي چي د مځکي پر مخ موجود دي هغه يو داسې ډول نسجونه لري چې د بوټي ټولو برخو ته مايعات رسوي، خو په دغو بوټيو کې چې په لابراتوار کې بېرته ژوند ي شوي دغه نسجونه په کې نه شته.







