سعودي عرب ولې د ارامکو د تېلو شرکت کې د اضافي ونډې پلورل اعلان کړل؟

د عکس سرچینه، REUTERS
- Author, منال خليل
- دنده, بي بي سي نيوز عربي
په هغه اقدام کې چې یو لوی شمېر پانګوال ورته په تمه دي، سعودي عربستان به د یکشنبې په ورځ د "آرامکو" تېلو شرکت کې د اضافي ونډې پلورلو بهیر پیل کړي، په سیمهییزو زېرمو کې به له خپلو یو میلیارد ډېرو ونډو د تبادلې وړاندیز وکړي چې د شاوخوا ۱۰ میلیاردو ډالرو ارزښت لري.
د ارامکو په وینا، په وړاندیز کې ۱،۵۴۵ میلیارد ونډې شاملې دي، چې د شرکت د ونډو ۰.۶۴ سلنه جوړوي او د وړاندیز شويو ونډو ارزښت به د ۲۶،۷ سعودي ریالونو ترمنځ وي، چې د (۷،۱۲ډالره) کېږي او ۲۹،۰ سعودي ریالونه، چې معادل دي چې په هره ونډه کې (۷،۷۳ ډالره) کېږي او دا به اعظمي نرخ حد کې شاوخوا ۱۲ میلیارد ډالر لوړ کړي.
له اعلان سملاسي وروسته، د ارامکو د اجرائیه مشر امین الناصر له خولې ویل شوي: "دا وړاندیز موږ ته فرصت راکوي چې د سعودي او نړیوالو پانګوالو ترمنځ د شریکانو بنسټ پراخ کړو او همدارنګه موږ ته فرصت راکوي چې مایعات زیات او نړۍ کې زموږ د وزن شاخص زیات کړو."
دا اعلان د وخت له اړخه د پام وړ و؛ ځکه چې لوېدیځو راپورونو کې ویل شوي سعودي عرب د خپلو پروژو لپاره د تمویل سرچینې په لټه کې دی، په تېره هغه چې د ۲۰۳۰ کال لید چوکاټ کې راځي.
د سعودي د تېلو د وزیر پخوانی لوړ پوړی سلاکار ډاکټر محمد سرور الصبان په دې باور دی چې د ارامکو د نوي وړاندیز وخت د تېلو له بیو یا یوې ټاکلې مودې سره تړاو نه لري، بلکې د یو لړ پړاوونو په ترڅ کې منځ ته راځي چې له کلونو راهیسې د ۲۰۳۰ کال له لید وړاندې ټاکل شوي هدف ته د رسېدو لپاره ټاکل شوی، هغه دا چې د ډېرو ونډو تدریجي وړاندیز دی چې له ۵ سلنې څخه ډېر نه وي.
ولې دا وخت ټاکل شوی؟

د عکس سرچینه، @saudi_aramco
الصبان له بيبيسي عربي سره په مرکه کې زیاته کړه چې د دې وړاندیز ګټه اخیستونکي په عمده توګه د سعودي اتباع دي، که څه هم دوه ګډونه لري، یو د سعودي اشخاصو او بل د اوسېدونکو او بهرنیانو لپاره د مدیره پلاوي په بورډ کې د نظرونو تنوع لامل شي او په دې توګه به د آرامکو په عملیاتو کې فعالیت ښه کړي.
د اقتصادي او انرژۍ په چارو کې کارپوه، عایض آل سویدان په دې باور دی چې دا ډول پرېکړې د نړۍ د اقتصادي شرایطو او د تېلو د بیې او نړیوال اقتاصدي کړکېچ په ګډون له یوې بشپړې او اوږدې مطالعې وروسته کېږي.
هغه د بيبيسي نیوز عربي ته زیاته کړه چې وخت په دقت سره غوره شوی و، په ځانګړې توګه سعودي عرب کې د مالي بازار لخوا تجربه شوي لوی حرکت او د پېر او پانګونې ظرفیت په رڼا کې، ځکه چې وروستیو څلورو عامه وړاندیزونو له ۴۸۰ سلنې ډېر پوښښ ثبت کړی
تمه کېږي چې د غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو بهیر به د یکشنبې په ورځ (جون دویمې) څخه د پنجشنبې په ورځ (جون تر شپږمې) پورې پیل شي. سعودي اتباع، د خلیج د همکارۍ د شورا د هېوادونو وګړي او په سعودي عربستان کې مېشت یو شمېر بهرنیان د ونډو د اخیستو حق لري.
د سعودي د تېلو د پخواني وزیر سلاکار ډاکټر محمد سرور الصبان دا وړاندیز به په ناببره توګه بهرني پانګوال راجلب کړي او هغه وايي دا لومړی ځل نه دی چې بودیجه کې کسر راځي او دا په سعودي عربستان کې عادي خبره ده.
متوقع اقتصادي پایلې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
الصبان ټینګار کوي چې د ۲۰۳۰ ویژن تمرکز د اقتصادي تنوع پر بنسټ دی، مګر دا په دې معنی نه ده چې د تېلو نړیواله تقاضا به کمه یا ځان ترې بېغمه شي، بلکې دا یوازې د دې معنی لري چې سعودي د اقتصاد په بېلابېلو سکتورونو کې د عایداتو تنوع ته دوام ورکوي.
ارامکو د بازار د ارزښت له پلوه په نړۍ کې پنځم لوی شرکت دی. د یادولو وړ ده چې د سعودي حکومت د شرکت شاوخوا ۸۲ سلنه ونډې لري.
دا په ۲۰۱۹ کې د شرکت د ونډو شاوخوا ۱،۵ سلنه د لومړني عامه وړاندیز وروسته دوهم وړاندیز دی، چې په هغه وخت کې د ۲۹،۴ میلیاردو ډالرو ریکارډ اندازه لوړه کړې، چې دا په تاریخ کې تر ټولو لوی لومړني عامه وړاندیز رامنځ ته کوي.
ارامکو اوس مهال په ورځ کې شاوخوا نهه میلیونه بیرله خام تېل تولیدوي، یا د خپل اعظمي ظرفیت شاوخوا درې پر څلورمه برخه، د تولید کمولو سره سم چې د OPEC+ ټولنې لخوا موافقه شوې، چې OPEC او متحدین پکې شامل دي.











