سعودي عربستان: د تېلو پر چڼځایونو بریدونو ته به اړین اقدام سره ځواب ورکړو

عادل الجبیر

د عکس سرچینه، Getty Images

سعودي چارواکي وايي، د تېلو پر چڼځایونو د تېرې اونۍ هغو بریدونو ته به (اړینو اقداماتو) سره ځواب ورکړي، چې دوی یې تر شا د ایران لاس درلودلو تور تکرار کړی دی.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر عدیل الجبیر وايي، په دغو بریدونو کې ایرانۍ وسله کاروول شوې او په وینا یې د څېړنې بشپړې موندنې به برالا کړي.

ایران په دې بریدونو کې لاس درلودل رد کړي دي.

ښاغلي الجبیر پلازمېنه ریاض کې له خبریالانو سره مرکه کې د احتمالي اقدام په تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو په وینا یې هېواد به یې د څېړنې له بشپړېدو او له خپلو متحدینو سره تر سلا مشورې وروسته مناسب او اړین اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړه، په ابقبق او خریص تېلو چڼځایونو له شماله بریدونه شوي او د یمن له لوري پرې بریدونه نه دي شوي، خو نوموړي مشخص ځای یاد نه کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په دې تړاو دریځ غوره کړي.

له دې مخکې د ایران یوه لوړپوړي پوځي چارواکي وویل، ایران د هر هغه هېواد ویجاړولو ته چمتو دی، چې د دغه هېواد پر خاوره برید وکړي. د ایران انقلابي ګارد قوماندان امریکا او متحدینو ته یې خبرداری ورکړ، چې ''احتیاط کوئ، هېڅ تېروتنه و نه کړئ. ''

تورنجرال حسین سلامي وايي، هېواد یې هر ډول حالت ته چمتو دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تورنجرال حسین سلامي وايي، هېواد یې هر ډول حالت ته چمتو دی

دغه څرګندونې د امریکايي چارواکو له هغو لږ وروسته شوې چې وايي د ایران رقیب هېواد سعودي عربستان ته پوځیان استوي.

د سپاه پاسداران مشر تورنجرال حسین سلامي پلازمېنه تهران کې د نیول شویو ډرون یوه نندرانو پر مهال وویل، پر هر هغه چا به ګوزار وکړي، چې د ده په خبره د ایران له پولو ورواوړي:

''موږ به د هر یرغل مخه ونیسو، موږ به د هر یرغل تر بشپړې ویجاړۍ پورې دوام ورکړو. ''

د ایران انقلابي ځواک د دغه هېواد د پوځ یوه برخه دي او د امریکا متحدو ایالتونو له لوري ترهګر سازمان بلل شوی دی.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت وویل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي عربستان ته د "عمومي دفاع" په تېره بیا په سعودي عربستان کې د هوايي او د توغندیو د دفاع لپاره د امریکايي پوځيانو پر استولو هوکړه وکړه.

US Secretary of Defense Mark Esper (L) and Chairman of Joint Chiefs of Staff General Joseph Dunford at a press conference in August 2019

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر (کیڼ) او لویو درستیزانو مشر جنرال جوزیف ډنفورډ سعودي ته د پوځیانو استولو اعلان د جمعې په ورځ وکړ.‌

پنټاګون ویلي، دا د سعودي عربستان د تېلو پر بنسټونو تر وروستي برید راپدېخوا د امریکا لومړنی غبرګون دی. د شنبې په ګهیځ (سپتمبر ۱۴مه) د سعودي پر دوو تېل چڼځیو بقیق او خریص بې پیلوټه الوتکو جلا بریدونه وکړل.

په یمن کې حوثيانو وویل دوی د سعودي عربستان د تېلو شرکت ارامکو اړوندو دوو بنسټونو ۱۰ بریدونه کړي. امریکا او سعودي عربستان وايي، داسې هېڅ نښه او ثبوت نه شته چې ګني دا بریدون د یمن له خاورې شوي.

سعودي عربستان په دې برید کې کارېدلي توغندي ایران کې جوړ شوي. ایراني چارواکو د سعودي دا تور رد کړی او د حوثیانو خبرې یې تایید کړې دي.

د سعودي پر تېلو دغه برید په نړیواله کچه د تېلو پنځه سلنه راکړه ورکړه له کاره غورځولې ده.‌

د ویډیو تشریح، سعودي کې د تېلو پر چاڼځیو'د ایران له خاورې برید' شوی

"ایران ته ښکاره پیغام"

د امریکا دفاع وزیر د جمعې په شپه پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، ایران ته د امریکايي ځواکونو له استولو درې موخې دي:

لومړۍ دا چې ایران ته څرګند پیغام واستول شي امریکا په سیمه کې د خپلې ټلوالې ملا تړي، دویمه دا چې د نړیوال اقتصاد لپاره د حیاتي سرچینو د ازادۍ د دوام ملاتړ هم کوي.

د امریکا دفاع وزیر دا هم ویلي چې "موږ د ایران له مشرانو غواړو چې له ویجاړوونکو کړنو لاس واخلي او دیپلوماتیکې او سوله ییزې تګلارې ته مخه کړي."

نوموړي ټینګار کړی چې له ایران سره د لاس او ګرېوان کېدو ته لېوالتیا نه لري.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر (له ښۍ خوا دویم کس) د سعودي له مرستیال دفاع وزیر خالد بن سلمان سره د خبرو پرمهال

مارک اېسپر ویلي، سیمې د امریکايي سرتېرو په استولو به سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته د وسلو ورکولو لړۍ چټکه شي چې پخپله له ځانه دفاع وکړی شي.

د امریکا دفاع وزیر ترڅنګ خبري غونډه کې ددغه هېواد لویو درستیزانو مشر جنرال دانفورډ وویل، تر اوسه سعودي ته د استول کېدونکو امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه پرېکړه نه ده شوې.