اوکرایین سولې پلان: ولسمشر به یې په ناټو کې د غړيتوب له غوښتنې تېر شي؟

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي سټيو وېټکاف ويلي چې د اوکرايین ولسمشر سره خبرو کې یې د پام موړ پرمختګ درلود.

ښاغلي وېټکاف په برلين کې له ولودمير زېلينسکي سره د اوکرايين جګړې د پايته رسولو په موخه تازه خبرې کړې دي.

ښاغلي زېلينسکي له دغې پنځه ساعته ناستې مخکې خبريالانو ته ویلي وو چې اوکرايین ښايي د امنيتي ضمانت په بدل کې د ناټو د غړيتوب له غوښتنې لاس په سر شي.

تېره اوونۍ هم د دواړو هېوادونو استازو په فلوريډا کې د دريو ورځنيو مذاکراتو پر مهال د اوکراييني لوري د وړانديزو په اړه خبرې کړې وې چې د امریکا له خوا د سولې پلان کې په پام کې ونيول شي.

ښاغلي زېلينسکي له غونډې وړاندې ويلي وو، هيله لري چې امریکا قانع کړي چې له خاورې د تېرېدو پر ځای د جګړې لومړۍ کرښې په همدې حال پاتې شي.

د اوکرايين د ولسمشر سلاکار خبريالانو ته ويلي چې ښاغلی زېلينسکي به د دوشنبې په ورځ د اروپايي چارواکو او ناټو مشرانو سره له ليدنې وروسته د اوکرايين لپاره د سولې پلان په اړه خپل نظر څرګند کړي.

د اوکرايين د ولسمشر، اروپايي او ناټو مشرانو تر منځ د دوشنبې په ورځ خبرې اترې پلان شوی او تمه کېږي چې د سولې د پلان پر مسوده به په دې غونډه کې بحث وشي. دا لا نه ده روښانه چې د اوکرايين کومې غوښتنې د تېرو دوو اونيو خبرو اترو پايله کې د سولې پلان کې شاملې شوې دي.

امریکا وړانديز کړی چې اوکرايين به خپل ټول ځواکونه د هېواد له ختیځو سیمو وباسي. روسيه اوسمهال د ډونباس ۷۵ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري.

امریکا وايي، د اوکرايين د دې وتلو په بدل کې به روسيه د دغه هېواد له نورو برخو وځي او اوربند به رامنځته کېږي.

خو اوکرايين د دې منلو ته چمتو نه ښکاري او نه غواړي روسيې ته خپله خاوره پرېږدي. کيېف په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې روسيه به د دغه هېواد په ختيځ کې له ځای پر ځای کېدو وروسته وکولی شي اوکرايين په اسانۍ په نښه کړي.

د یکشنبې په ورځ، په امریکا کې د اوکرایین سفیرې، اولا سټیفانیشینا، فاکس نیوز ته وویل چې جدي او ژمن امنیتي تضمینونه باید د روسیې سره د سولې د پلان برخه وي.

نوموړې په برلین کې د زېلینسکي، وېټکاف او جېراډ کوشنر، ترمنځ په غونډه کې هم ګډون درلود.