د ناټو سرمنشي: "روسیه ښايي پېنځو کلونو کې پر ناټو برید وکړي"

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, فرنک ګارډنر
- دنده, د امنیتي چارو خبریال
- Author, پالین كولا
د شمالي اتلانټیک تړون سازمان 'ناټو' سرمنشي ویلي چې روسیه ښايي په راتلونکو پېنځو کلونو کې د دغه تړون پر یوه غړي هېواد برید وکړي.
مارک روټه په جرمني کې د وینا پر مهال وویل روسیې "لا له وړاندې زموږ پر ټولنو خپله پټه جګړه ډېره کړې ده. موږ باید د داسې جګړې لپاره چمتو واوسو چې زموږ نیکونو او د هغوی نیکونو زغملې وه".
د هغه خبرې د لوېدیځو استخباراتي ادارو له هغو څرګندونو سره ورته دي چې د روسیې د نیت په اړه یې کړي، خو مسکو یې ردوي او "بېدلیله وېره" یې بولي.
د روټه دا خبرداری په داسې وخت کې راغلی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هڅه کوي یو داسې تړون ته ورسېږي چې د ۲۰۲۲ کال فبروري کې پیل شوی د روسیې یرغل پای ته ورسوي.
د روانې میاشتې پیل کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې هېواد یې له اروپا سره د جګړې کوم پلان نه لري، خو که اروپا وغواړي یا جګړه پيل کړي نو روسیه ورته همدا "اوس" چمتو ده.
خو مسکو په ۲۰۲۲ کال کې هم ورته ډاډ ورکړی و، مخکې له دې چې ۲۰۰ زره روسي سرتېري پولې ته واوړي او پر اوکرایین برید وکړي.
پوتین اروپایي هېوادونه پړه وګڼل چې د امریکا هغه هڅې یې زیانمنې کړې چې په اوکرایین کې سولې ته د رسېدو لپاره روانې وې. په ورته وخت کې د اوکرایین اروپایې متحدینو وروستیو کې هڅه وکړه د امریکا د سولې پلان مسوده بدله کړي او دا مسوده په لومړي سر کې د روسیې پر ګټه بلل کېدله.
خو د ناټو سرمنشي وویل چې پوتین "په خبرو کې رښتونی نه و".
هغه زیاته کړه چې د اوکرایین ملاتړ د اروپايي امنیت لپاره یو تضمین دی.
هغه وویل: "یوازې داسې وانګېرئ که پوتین خپلو هدفونو ته رسېدلی وای؛ اوکرایین به تر روسي نیواک لاندې وای، د هغه ځواکونه به د ناټو له لا اوږدې پولې سره مخامخ وای او پر موږ د وسلهوال برید خطر به په لوړه کچه زیات شوی وای."

د عکس سرچینه، Reuters
له درې کلونو راهیسې د روسیې اقتصاد په دوامداره توګه د جګړې د هڅو د ملاتړ لپاره په کار بوخت دی او د دې هېواد فابریکې د بېپیلوټه الوتکو، توغندیو او د توپونو مرمۍ جوړول څو برابره ډېر کړي دي.
د کيل د نړیوال اقتصاد د انستیتوت د یوه وروستي راپور له مخې، روسیه هره میاشت شاوخوا ۱۵۰ ټانکونه، ۵۵۰ د پلي پوځ د جګړې موټرې، ۱۲۰ "لانسټ" ډوله بېپیلوټه الوتکې او له ۵۰ زیات توپونه تولیدوي.
دې شمېرې د بریتانیا او د هغې د ډېرو لوېدیځو متحدینو پرتله د روسیې ستره پوځي برتري ښودلې ده.
شنونکي وايي د لوېدیځې اروپا فابریکو ته به څو کاله په کار وي چې د روسیې له لوی تولید سره ځان نژدې کړي.
وروستیو کې فرانسې او جرمني دواړو د ۱۸ کلونو ځوانانو لپاره د داوطلبانه پوځي خدمت د بېرته فعالولو ګامونه پورته کړي دي.
تېر کال هغه د "هایبرېډ یا ترکیبي جګړې" هڅې ډېرې شوې وې؛ هغه جګړې چې ډېرې پېښې یې د انکار وړ وي، لکه د سایبري بریدونو ترسره کول، ناسم اطلاعات خپرول او د ناټو د هېوادونو هوايي ډګرونو او پوځي اډو ته څېرمه د بېپیلوټه الوتکو لېږل.
که څه هم دا عملیات خطرناک دي خو له هغې لویې ستونزې سره هېڅ نه پرتله کېږي چې ښايي د ناټو پر یوه غړي د روسیې پوځي برید رامنځته کړي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د سیمې نیول او د خلکو وژل په کې شامل وي.
ناټو ۳۰ اروپايي هېوادونه او سربېره پر دې کاناډا او متحده ایالات چې د تړون تر ټولو پياوړی پوځي غړی دی، په ځان کې را نغاړي.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر فشار لاندې، غړو هېوادونو د پوځي لګښتونو د زیاتولو ژمنه کړې ده.
مارک روټه په برلین کې وویل: "د ناټو اوسنی دفاعي سیسټم تر اوسه مقاومت کولی شي خو جګړه د اروپا پر درشل ولاړه ده" او خپله اندېښنه یې داسې وښوده چې "ډېر کسان ډاډمن دي، ډېر کسان د چټک اقدام اړتیا نه احساسوي او ډېر کسان فکر کوي چې وخت زموږ په ګټه دی."
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه: "غړي هېوادونه باید خپل دفاعي لګښتونه او تولید په چټکۍ زیات کړي او زموږ پوځونه باید هر هغه څه ولري چې زموږ د امنیت د ساتلو لپاره ورته اړتیا لري."











