ټرمپ وايي روسیه د ناټو پر هغو غړو برید ته هڅوي چې پر خپلو مالي ژمنو عمل نه کوي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGE
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، روسیه به د ناټو پر هر هغه غړي برید ته وهڅوي چې د لوېدیځ د دغه پوځي اېتلاف په اډانه کې پر خپلو مالي ژمنو عمل نه کوي.
ښاغلي ټرمپ د شنبې پر ورځ سویلي کارولینا کې د خپلو ملاتړو یوې غونډې ته وویل، چې یو وخت یې د (یوه لوېدیز هېواد) مشر ته ویلي وو، داسې کوم هېواد به ونه ساتي، چې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان په چوکاټ کې له خپلو مصارفو له ژمنو شاته پاته وي او یرغلګر "به وهڅوي چې څه غواړي ورسره ویې کړي."
د ناټو غړو دا تړون کړی چې که پر یوه غړي یې برید کېږي، نو ټول به دفاع ته وردانګي.
سپینې ماڼۍ د ښاغلي ټرمپ دا خبرې "وېروونکې او لیونتوره" بللې دي.
ډونلډ ټرمپ د سویلي کارولینا غونډه کې وویل چې د روسیې (احتمالي برید د سناریو) په اړه دا څرګندونې یې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په یوه غونډه کې کړې وې.
نوموړی وویل د یوه "ستر هېواد" مشر ورته داسې فرضي وضعیت وړاندې کړ، چې د ناټو په اډانه کې یې له مالي اړخه خپل مکلفیت نه وي پر ځای کړی او د روسیې لخوا پرې برید شوی وي.
ډونلډ ټرمپ وویل دغه مشر ترې وپوښتل چې ایا د داسې سناریو پر مهال به یې امریکا مرستې ته ور ودانګي که څنګه.
نوموړی وايي "ما ورته وویل: تاسې پیسې نه دي ورکړي؟ تاسې ناغیړه یاست؟... نه، زه مو نه ساتم، حقیقت کې به له هغوی (روسیې) وغواړم چې هر څه غواړي ویې کړي. تاسې باید لګښت ورکړئ."

د عکس سرچینه، Getty Images
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند دا څرګندونې "وېروونکې او لیونتوره" بللې او ویلي یې دي چې مخکینی ولسمشر "د وژونکو رژیمونو لخوا زموږ پر نږدې متحدانو یرغلونه هڅوي."
هغه وویل چې دا وړ ویناوې "د امریکا ملي امنیت، نړیوال ثبات او په کور دننه زموږ اقتصاد خطر ته ورکوي."
ډونلډ ټرمپ، چې د امریکا د روان کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ورته د دیموکرات نوماند د مخکښ سیال په سترګه کتل کېږي، له اوږدې مودې راهیسې د ناټو او د هغه څه منتقد دی، چې ده ته د ۳۰ نورو هېوادونو د دفاع تضمین لپاره د امریکا پر اوږو دروند مالي بار ښکاري.
روسیې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې تر هغې وروسته چې ښاغلي ټرمپ واک جو بایډن ته وسپاره، پر اوکرایین د پراخې کچې یرغل وکړ.
نوموړي له هماغه راهیسې د امریکا لخوا اوکرایین ته، چې د ناټو غړی هم نه دی، د استول کېدونکو پیسو د اندازې پر خلاف غږ پورته کړی دی.
د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۲۲ کال راهیسې اوکرایین سره تر بل هر هېواد ډېره مالي مرسته کړې.
د سپېنې ماڼۍ لخوا تېر ډسمبر کې د خپرو شویو شمېرو له مخې دغه هېواد په دې موده کې کیېف سره له ۴۴ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.











