ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره پر هڅو تورن شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره د دسیسو به جوړولو تورن شوی دی.
پر هغه همدا راز امریکا کې د درغلۍ د دسیسې، شواهدو کې د لاسوهنو او د اتباعو د حقونو پر ضد د دسیسې تورونه هم لګېدلي دي.
پر ډونلډ ټرمپ دغه تورونه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ د برید په اړه د څېړنو پایله کې لګول شوي.
خو ښاغلی ټرمپ، چې ۷۷ کلن او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بیا د جمهوریپال ګوند له اړخه نوماند دی، دغه ټول تورونه ردوي.
د یادونې ده چې هغه له وړاندې محرمو اسنادو سره د ناسم چلن او دې تور سره هم مخ دی، چې ګوندې د لوڅو فلمونو یوې لوبغاړې ته یې د چپ پاتې کېدو بدل کې د ورکړو پیسو پټ ساتلو لپاره په سوداګریزو سوابقو کې لاس وهلی دی.
دغه نوي تورونه، چې د ۴۵ مخونو په یوه ادعا لیک یا صورت دعوه کې رانغښتل شوي منصفه پلاوي محکمې ته وړاندې کړل او ښاغلی ټرمپ یې له مخې پنجشنبه په ځايي وخت تر غرمې وروسته څلور بجې د واشنګټن ډيسي محکمې ته احضار شو.
دغه ادعا لیک وايي چې ډونلډ ټرمپ "هوډ درلود په واک کې پاتې شي" او دا چې ګوندې د ټاکنو د پایلو اړولو لپاره یې د بریا درواغجنه ادعا کړې ده.
دا سند زیاتوي "دغه ادعاوې درواغجنې وې او تورن پوهېده چې دا دروغ دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې ښاغلي ټرمپ د 'تروت سوشیل' په نوم پر خپله خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي چې د دغو تورونو تمه یې درلوده.
هغه همدا راز دا "یو بل جعلي ادعا لیک" او د نوموړي په وینا د یوه "لیوني" څارنوال لخوا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د مداخلې هڅه بللې ده.
خو څارنوال جک سمت رسنیو ته ویلي "د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه پر کانګرس برید، امریکا کې د دیموکراسۍ پر څوکۍ برید و."
نوموړي زیاته کړې هغه څه چې خلک یې پر کانګرس برید ته ولمسول د داسې دروغو تولګه وه چې "د تورن لخوا د امریکا حکومت د یوه ارکان د ځنډولو په موخه مطرح" شوې وه.
هغه وویل دفتر به یې هڅه وکړي چې د محاکمې پروسه ګړندۍ پر مخ ولاړه شي.
ښاغلي سمت دا هم ویلي، تر هغې چې ډونلډ ټرمپ د محکمې لخوا ګرم نه وي پېژندل شوی، بېګناه ګڼل کېږي.
د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید پر داسې ورځ شوی و چې د کانګرس غړي د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن د بریا پر تصدیقولو بوخت وو.
ټاکلې ډونلډ ټرمپ د دوو مخکینو تورونو په تړاو راتلونکی کال محکمې ته لاړ شي.











