د امریکا ستره محکمه د ولسمشرۍ لپاره د ډونلډ ټرمپ کاندید کېدو په هکله پرېکړه کوي

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ستره محکمه وايي، د هغې تاریخي قضیې په هکله به دلیلونه واوري، چې ایا د دې هېواد مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په راتلونکو ولسمریزو ټاکنو کې برخه اخیستی شي او که نه.

قاضیانو پرېکړه کړې د ښاغلي ټرمپ پر هغه عریضه غور وکړي، چې نوموړي د کولوراډو ایالت د پرېکړې خلاف کړې. د یادونې ده، چې د کولوراډو ایالت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ کاندیدانو له لیسته به د ښاغلي ټرمپ نوم لېرې کړي.

د دې قضیې دلایل به فبرورۍ کې واورېدل شي او پرېکړه به یې په ټول هېواد کې پلي کېږي. د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې داسې قانوني دعوې شته، چې غواړي په ولسمشریزو ټاکنو کې باید د ښاغلي ټرمپ مخه ونیول شي او دلیل یې دا دی چې نوموړي د امریکا پر کانګرېس ودانۍ درې کاله مخکې شوي یرغل کې لاس درلود او 'بغاوت' یې کړی.

قانوني ننګونې په دې پورې غوټه دي، چې ایا د کورنیو جګړو مهال یو قانوني ترمیم ښاغلي ټرمپ ته د یوه کاندید په توګه د درېدو حق ورکوي او که نه.

د امریکا په اساسي قانون کې ۱۴م ترمیم هر هغه څوک له فدرالي دندو منع کوي، چې په 'بغاوت' کې لاس لري، خو د مخکیني ولسمشر مدافع وکیلان وايي، دا په ولسمشر پورې اړه نه لري.

ښاغلی ټرمپ چې اوسمهال د کاندید کېدو لپاره په جمهوري غوښتونکو کې مخکښ دی، د مایني ایالت ټاکنیزو چارو چارواکو پر ضد هم استناف غوښتنه کړې، چې وايي، د کاندیدانو له نوملړه یې نوم لېرې کوي.

بل لور د میشي ګن او مینوسوټا ایالتونو هغه هڅې ناکام کړې دي، چې دی ناهل وبلل شي. د اوریګون په ګډون ځینې قضیې بیا تر اوسه نه دي نهايي شوې.

د امریکا پر کانګرېس ودانۍ د یو شمېر کسانو د یرغل پر ورځ د ښاغلي ټرمپ پلویان په داسې حال کې د کانګرېس ودانۍ ته ننوتل چې د امریکا پارلمان غړيو د جو بایډن د ولسمشرۍ بریا تائیدوله. پر هماغه ورځ د امریکا د هغه مهال ولسمشر له سپینۍ ماڼۍ بهر یو لاریون وکړ، په ټاکنو کې یې د ټګي، برګي جعلي تورونه ولګول او له احتجاج کوونکو یې وغوښتل چې ''جهنمي مبارزه'' وکړي، خو په وینا یې د کانګرېس تر ودانۍ دې ''سوله ییز'' لاریون وکړي.

پر نوموړي نیوکه کوونکي وايي، دی باید نه یوازې په اړودوړ کې د خپل رول له کبله نااهل وبلل شي، بلکې دی او کمپاینران یې باید د هغو هڅو له کبله هم باید داسې وشي، چې په یو شمېر ایالتونو کې یې چې ده په کې ټاکنې بایللې وې، د ټولټاکنو پایلو بدلولو لپاره کړې.