د اوکرایین دفاع وزیر وایي هېواد یي عملا د ناټو په غړي بدل شوی

اوکرایین دفاع وزیر

یو روسي دیپلومات خبرداری ورکړی چې ښایي بېلاروس خپل ځواکونو له روسیې د ملاتړ لپاره اوکرایین ته ولېږي.

خو په ورته وخت کې د اوکرایین دفاع وزیر وایي، ډاډه دی چې لوېدیځ هېوادونه به ټانګونه، جنګي الوتکې او د اړتیا وړ نورې سلاوې ورکړي چېروسیه پرې ماته کړي.

د روسیې مرستیال بهرنیو چارو وزیر الکس پولیشچوک ویلي، که چېرې اوکرایین پر روسیې برید وکړي، دا موضوع د بېلاروس لپاره "پوره لامل کېدای شي چې له روسیې ملاتړ وکړي."

بېلاروس په سیمه کې د روسیې یوازینی ملګری هېواد دی او وروستیو میاشتو کې یې له روسیې سره ګډې پوځې مانورې هم ترسره کړې دي.

روسیه ادعا کوي چې د اوکرایین په ختیځ کې یې څو واړه ښارونه له خپلې خاورې سره یو ځای کړي او دا سې اندېښنې دي که اوکراییني ځواکونه یادې سیمې بېرته ونیسي، ښايي روسیه دا ووایې چې د دوی په خاوره یې برید کړی.

بل خوا د اوکرایین دفاع وزیر اولکسي رزنیکوف بي بي سي ته ویلي، پوره ډاډمن دی چې لوېدیځ هېوادونه به یې پوځي اړتیاوې ور پوره کړي.

د ناټو غړو هېوادونو له اوکرایین سره د پوځي مرستو لړۍ جاري ساتلې.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوکرایین دفاع وزیر وایي، هېواد یې په عملي توګه د ناټو په غړي هېواد بدل شوی، ځکه د هغه وینا تر دې وړاندې لوېدیځو هېوادونو اندېښنه درلوده که اوکرایین سره پوځي مرستي وکړي ښایي له روسیې سره یي اړیکي نور هم کړکېچن شي، خو اوس د ده په وینا " خپل فکر" یې بدل کړی.

ښاغلي رزنیکوف ادعا وکړه چې روسیه هره ورځ په ختیځو ښارونو سولېدار او بخموت کې شپږ سوه سرتيري له لاسه ورکوي، پداسې حال کې چې د اوکراییني ځواکونو مرګژوپله د هغوی لس برابره کمه ده.

نوموړی وایې روسیه اوس مهال د پسرلنیو عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

روسیه بیا وایې ځواکونه یې په ختیځ سولیدار ښار چې د سختو جګړو مرکز بلل کیږي په خپل واک کې لري.

د روسیې دفاع وزارت وایې پر سولېدار د دوي واک ددې لامل کېدای شي چې اوکراییني ځواکونه بخموت ښار ته چې له میاشتو راپدېخوا یې نیولو لپاره هلې ځلې کوي لار ونه مومي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین پر اوکرایین د روسیې یرغل د لوېدیځو هېوادونو پر ضد جګړه بولي چې د هغه په وینا هڅې کوي روسیه کمزورې کړي.

روسي چارواکي دا هم وایې په اوکرایین کې له ناټو سره په جګړه بوخت دي. هغوی له اوکرایین سره د لوېدیځو هېوادونو مرستې له روسیې سره د دښمنۍ په مانا بللې.

ډير کلونه کیږي چې اوکرایین د ناټو غړیتوب لپاره هڅې کوي. خو د روسیې ولسمشر له ناټو سره د اوکرایین یو ځای کېدل د روسیې د امنیت لپاره ګواښ بللی.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي هم ژر تر ژره له ناټو سره د یو ځای کېدو غوښتونکی دی، خو شنونکي وایې داسې ښکاري د ناټو غړي هېوادونه سره لدې چې په ژبه له اوکرایین د هر ډول مرستې ټټر وهي، د اوکرایین د جګړې تر پایه هم دې پرېکړې ته ورسیږي چې اوکرایین خپل غړي ومني.