روسیه: اوکرایین ته د ناټو لېږدېدونکې وسلې به مشروع هدف وګڼو

Russia says the units in Crimea and near the border with Ukraine have been on military exercise

د عکس سرچینه، Russian ministry of defence

د روسیې دفاع وزارت ناټو ته په کلکه خبرداری ورکړی چې اوکرایین ته دې پوځي مرستې نه استوي.‌

د روسیې دولتي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزیر سرګي شویګو له خولې ویلي: "موږ به د ناټو هرې ترانسپورتې وسیلې ته چې د (اوکرایین) خاورې ته را رسېږي‌ او اوکراییني‌ پوځ ته وسلې یا تجهیزات راوړي، د لمنځه وړلو لپاره د مشروع هدف په سترګه وګورو."

هغه د ناټو غړي‌ او متحدان تورن کړي چې اوکرایین یې په وسلو پړسولی دی.

امریکا او لوېدیځ متحدان یې اوکراییني‌ ځواکونو ته د دې لپاره وسلې ورکوي‌ چې د روسیې یرغل پر وړاندې مقاومت وکړي.

دې لړ کې همدا تېره ورځ (سې شنبه) بریتانیا دغو ځواکونو سره د ۳۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت د نورو پوځي تجهیزاتو ژمنه وکړه.

دغو تجهیزاتو کې برېښنايي پوځي وسایل، یو رادار سیستم،‌ د جي پي ایس جمرونه او شپني دوربینونه شامل دي.

پوتین: لوېدیځ باید اوکرایین ته د وسلو لېږد ودروي

A serviceman of Ukrainian military forces holds a light anti-tank rocket launcher at a checkpoint, where they hold a position near Kharkiv on March 23, 2022.

د عکس سرچینه، AFP

د ورسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې لوېدیځ پر اوکراییني ولسمشر د فشار په اچولو او د هغه ځواکونو ته د وسلو لېږد په درولو سره، اوکرایین کې د جګړې درېدو سره مرسته کولی شي.

هغه دا څرګندونې په تېره څه باندې یوه میاشت کې له خپل فرانسوي همپوړي‌ اېمانوېل مکرون سره لومړنیو تلیفوني‌ خبرو کې کړې دي.‌

د فرانسې ولسمشر بیا د دغو خبرو پر مهال یو ځل بیا اوکرایین کې د اوربند او د خبرو له لارې د جګړې پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.‌

هغه د روسیې له ولسمشر دا هم غوښتي چې له کلابند ماریوپول ښاره د نورو ملکي خلکو خوندي‌ وتلو ته اجازه ورکړي.

پر دغه ښار سخته جګړه تېره شوې او باور دا دی چې سلګونو ملکي کسانو هلته د اوکراییني‌ ځواکونو وروستي مورچل، یانې د پولاندو اوزوفسټال کارخونې ځمکتل کې پناه اخیستې.‌

لوېدیځو دولتونو روسیې پر وړاندې جګړې لپاره اوکراییني‌ ځواکونه تر غاښو پر وسلو سمبال کړي دي‌.

په دې لړ کې همدا تېره ورځ (سې شنبه) بریتانیا دغو ځواکونو سره د ۳۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت د نورو پوځي تجهیزاتو ژمنه هم وکړه.‌

دغو تجهیزاتو کې برېښنايي پوځي وسایل، یو رادار سیستم،‌ د جي پي ایس جمرونه او شپني دوربینونه شامل دي.

اوکرایین کې جګړه د روان کال فبرورۍ پر ۲۴مه د روسیې له یرغل سره پیل شوه او تر اوسه پکې د ملکي خلکو په ګډون زرګونه کسان وژل شوي دي.

دې جګړې دا راز ۵ نیم میلیون کسان له اوکرایینه بهر کډوالېدو ته اړیستي دي.

روسي ځواکونه اوس کیېف ته له څېرمه سیمو په شا شوي او خپل جګړییز عملیات یې د اوکرایین پر ختیځ متمرکز کړي دي.

د روسیې ولسمشر چې اوکراییني‌ ځواکونو ته د وسلو لېږد د درېدو غوښتنه کوي،‌ دا ځواکونه د اوکرایین ختیځ کې پر خپلو ښارونو په بمونو غورځولو سره پر جنګي جرمونو تورن کړي‌.

د اوکرایین د ختیځ دغو ښارونو کې د مسکو له ملاتړه برخمن بېلتونپال واکمن دي.

د کرملېن ماڼۍ اعلامیه وايي چې دوی کیېف سره خبرو ته هم چمتو دي.‌

د فرانسې ولسمشر چې تازه یې دویم پلا ټاکنې ګټلي،‌ اوکرایین کې د جګړې له پیل راهیسې څو ځله ولادیمیر پوتین سره د دې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې کړې.