اوکرايين کړکېچ: نرېندرا مودي د سملاسي اوربند غوښتنه کړې

مودي

د عکس سرچینه، Reuters

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په اوکرايین کې د اوربند غوښتنه کړې او له کیېف او مسکو یې غوښتي چې د سولې لار غوره او په خبرو کې ګډون وکړي.

ښاغلی مودي چې دا مهال د خپل ډنمارکي سیال سره د لیدو لپاره پلازمېنې کوپېنهاګن ته په سفر تللی، وايي، "هند په اوکرايين کې د ستونزې د هواري لپاره د سملاسي اوربند او د سولې خبرو غوښتنه کوي."

په ورته مهال یوه اوکراییني چارواکي ویلي، پر ماریوپول ښار پر فولادو کارخانې په داسې حال کې بیا بریدونه پیل شوي، چې په دې کارځای کې لا هم سلګونه ملکي کسان ایسار پاتې دي.

د ملي ګارد ځواک قومندان ډینس شلیګا د دوشنبې پر ورځ وویل، پر ازوستال نومي کارخانې بریدونو کې ''له هر ډول وسلې کار اخیستل کېږي. ''

A mother and daughter arrive in Zaporizhzhia from Mariupol

د عکس سرچینه، ED JONES/AFP/Getty Images

د عکس تشریح، له ماریوپول یو شمېر ایستل شوي ملکي کسان پر دوشنبه شخصي ګاډو کې زاپوریژیا ته ورسېدل

له دې مخکې پر یکشنبه یوه شمېر ملکي کسان وتوانېدل له دې محاصره شوي کارځایه، چې د ماریو پول ښار دفاع وروستی مورچل بلل کېږي، وتښتي.

خو اوس دا قومندان وايي، لسګونه ماشومان لا هم د دې کارځای په ځمکتلونو کې ایسار پاتې دي.

نوموړي اوکراییني ټلویزیون ته ویلي، هغسې چې له کارځایه یو شمېر ملکي کسان وایستل شول، روسي ځواکونو پر دې ځای چې له څو اونیو راهیسې پرې بمبارۍ روانې دي، بیا ګوزارونه پیل کړل.

د دوشنبې پر مازدیګر د اوکرایین دې ساحلي ښار ازوستال کارخانې په یوه برخه کې لمبې او لوګي ولیدل شول، چې د خواله رسنیو کارنو په خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې یې لامل د روسي ځواکونو بمبارۍ بلل شوې دي.

Daniil's car arrives in Zaporizhzhia from Mariupol

بل لور د اوکرایین تر کنټرول لاندې ښارګوټي زاپوریژیا کې د بي بي سي خبریاله لاورا بایکر وايي، داسې تمه کېده چې د دوشنبې پر ورځ به دې ښار ته د ماریوپول له کارخانې ایستل شوي ملکیان ورسېږي، خو دا چاره له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې ده.

د بي بي سي خبریاله وايي، تر اوسه د دې ځنډ لامل معلوم نه دی او رپوټونه وايي، هغه بسونه چې دغه کسان لېږدوي د داسې لارې په اوږدو کې دي، چې په ځینې برخو کې کنډ - کپر ده.

د دې بسونو په لار کې د روسي ځواکونو امنیتي پوستې هم شته. د بسونو دغه کاروان د ملګرو ملتونو او سره صلیب ټولنې په مرسته ترتیب شوی او له ماریوپوله د ملکي خلکو ایستلو کې هم د همدې نړیوالو ادارو مرسته شامله وه.