زیلینسکي له بورېس جانسن څخه د ملاتړ ډاډ ترلاسه کړی
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، په بروکسل کې یې د ناټو له بېړنۍ غونډې وړاندې د بریتانیا له لومړي وزیر سره خبرې کړي او د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
زیلینسکي په یوه ټویټ کې لیکي"اوکرایین کې پر روانې دوښمنۍ او دفاعي مرستو په تړاو مو خبرې وکړي".
جانسن کابینه کې خپلو همکارانو ته ویلي" لوېدیځ باید پر روسیې د بندیزونو زیاتولو او اوکرایین ته د لازیاتو پوځي دفاعي مرستو چمتو کولو په برخه کې سستي و نه کړي"
تمه کېږي چې په پروکسل کې د پنجشنبې په ورځ جوړېدونکې غونډه کې کيېف ته د اضافي مرستو استولو په ګډون اوکرایین سره د کیمیاوي، بیولوژیکې، راډیولوژیکي او اټومي ګواښونو پر وړاندې خوندیتوب کې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، EPA











