اوکرايين: له ماريوپوله د ملکيانو د ايستلو غوښتنه
اوکرایين وايي له ماريوپول څخه د سلگونو ملکي کسانو د ايستلو لپاره يوه بله موقع پکار ده. دغلته اوکرایيني وسله وال لا هم د روسانو له خوا کلابنده دي.
اوکرایينی پوځ وايي روسانو د يکشنبې په ورځ تر هغه وروسته چې د ملگرو ملتونو او سره صليب په مرسته يوه سل کسيزه ډله وايستل شوه بيا بمباري پيل کړه.
بل پلو د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې له زوروې جګړې وروسته د نه چاودل شویو مهماتو پاکولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
دغلته مرکزي روغتون وایي، د هغو ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې پر ماینونو او سرګلولو برابر شوي دي. پولیس، پوځ او اړوندې مختصصې ډلې اوس په سیمه کې لاس په کار شوي دي.