سټولټنبرګ: ناټو به اوکرایین ته درنې وسلې ورکړي

سټولټنبرګ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بروکسل کې د ناټو له سرمشریزې وړاندې ویلي، "اوکرایین په کړکېچن وضعیت کې دی؛ ځکه نو بېړني ملاتړ ته اړتیا لري".

ښاغلي سټولټنبرګ خبریالانو ته ویلي، د ناټو غړي به اوکرایین ته درنې وسلې او د اوږدمهال هدف ویشتلو سیستمونه ورکړي او تمه یې دا ده چې په سرمشریزه کې کیېف ته د مرستو نوې همکاري وشي.

سټولټنبرګ وايي "موږ تر ډېره حده پر ملاتړ تمرکز کوو".

په اروپايي هېوادونو کې د خوړو او تېلو بيو کې زياتوالی راغلی دی. د ناټو سرمنشي نړۍ کې د خوراکي توکو د بيو لوړوالی د جګړې مستقيمه پايله بللې، نه د روسیې پر ضد بنديزونه چې مسکو يې ادعا کوي.

اوکرايين په نړۍ کې لمرګلي، جوارو، وربشو او غنمو لوی صادرونکی هېواد دی. دغه هېواد د نړۍ نژدې ۴۲٪ د لمرګلي غوړوي صادروي.

خو روسیې د اوکرایین د تورې بحیرې پر بندرونو بندیز لګولی چې له امله یې د سمندر له لارې د غلو صادرات بند شوي دي.

په ورته وخت کې د اوکرایین له مهم سیوردونڅک ښاره یوازې ولسي خلکو لپاره د روسیې ملاتړ لاندې سیمو ته د وتلو لپاره لومړنۍ خوندي لار پرانیستل شوې ده.

که څه هم اوکراییني او روسي مذاکره کوونکو د اوربند لپاره څو ځله د خبرو هڅې وکړې،‌ چې په لړ کې یې ولسيٍ وګړو ته د وتلو خوندي لار پرانیستل شي، خو دې هڅو هېڅ نیتجه ورنه کړه.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي له څو میاشتو جګړې وروسته روسیه د اوکرایین پر مهم سیورډونڅک ښار پر ډېری برخو واکمنه ده.

روسیې ویلي، نن یوازې ولسي وګړو ته له دې ښاره د روسیې له ملاتړ برخمنو سیمو ته د وتلو اجازه ورکوي او له اوکراییني سرتېرو یې غوښتي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او تسلیم شي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، که جنګیالي په ازوت کیمیاوي کارخونه کې جګړې ته دوام ورکړي، نو "روسیه به بل ځای په لنډمهال کې د خپل ماموریت او یو موټی کېدو لپاره پرې نه ږدي."

Tank near the frontline in the city of Lysychansk in the eastern Ukraine region of Donbas

د عکس سرچینه، Getty Images

دا لومړی ځل دی چې روسیه سیورډونڅک خلکو ته د وتلو خوندي لار پرانیزي.

روسي ځواکونو ویلي، دا لار به د مسکو پر وخت تر اتو بجو پرانیستې وي او شمال کې به د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته ولېږدول شي.

د اوکرایین له نورو سیمو سره ددغه ښار اړیکه وروسته تر هغه غوڅه شوه، چې روسي پوځیانو هلته ځینې مهم پلونه والوځول.

او د پلونو د نشتوالي له کبله اوکراییني پوځیان وايي دوی هم د ولسي وګړو د خوندي ایستلو هڅه کوي.

اټکل دی چې په ښار کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ خلک پاتې وي، خو تر جګړې مخکې هلته د استوګنو خلکو شمېر ۱۰۰۰۰۰ کسان و.

اوکرایین وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې- چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل ۱۱۱ ورځې پوره کېږي- د روسیې ۲۵۰ پوځيان وژل شوي.

د اوکرایین ځواکون وویلي، د تېرې فبرورۍ پر ۲۴مه اوکرایین کې د جګړې له پیلېدو راهیسې د روسیې ۳۲۷۵۰ پوځیان وژل شوي.

Smoke and dirt rise from the city of Severodonetsk during fighting between Ukrainian and Russian troops at the eastern Ukrainian region of Donbas on June 14, 2022,

د عکس سرچینه، AFP

اوکرایین: روسیې ته لاندې زیانونه هم اوښتي:

  • ۱۴۴۰ ټانکونه، ۳۵۲۸ زغرګاډي، ۷۲۲ پوځي سیستمونه او ۲۳۰ دوه ګوني توغندي ویشتونکي ‌سیستمونه یې ویجاړ شوي.
  • ۹۷ د الوتکو ضد جنګي سیستمونه یې له منځه تللي، ۲۱۳ جنګي الوتکې او ۱۷۹ چورلکې یې ویجاړې شوې، ۵۹۱ بې پیلوټه الوتکې او ۱۲۹ کروز توغندي یې له منځه تللي.‌
  • ۱۳ جنګي بېړۍ، ۲۴۸۵ ګاډي او د تېلو ټانکر او ۵۵ ځانګړي وسایل ویجاړ شوي.
  • بي بي سي په خپلواکه توګه د اوکرایین ددې ادعا په تاییدولو نه ده توانېدلې.