د اوکرایین جګړه؛ سېوېروډونېڅک کې پر کیمیاوي بټۍ توغندی لګېدلی

Smoke rises over the city of Severodonetsk, eastern Ukraine. Photo: June 2022

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د دونباس په سېوروډونڅک ښار کې بیا سخته جګړه او د روسیې پرله پسې بمبارۍ دوام لري.

لوهانسک سیمې لپاره د اوکرایین د حکومت والي سېرهي هایدای ويلي اوکراییني ځواکونه لا هم د دغه ښار پر صنعتي حوزه او پر ازوت کیمیاوي بټۍ کنټرول لري.

خو رپوټونه وايي د روسي ځواکونو د پرله پسې بریدونو له کبله دې بټۍ کې اور لګېدلی دی.

د لوهانسک والي ويلي دې کیمیاوي بټۍ کې سلګونو ملکي کسان له جګړې پناه اخیستې.

روسیې د اوکرایین نیولو ښارونو کې د خپلو پاسپورتونو وېش پیل کړی

د اوکرایین سویل کې د روسي ځواکونو لخوا د نیول شویو خېرسون او مېلیتوپول ښارونو چارواکي وايي چې روسیې هلته د خپلو پاسپورتونو وېش پیل کړی دی.

د روسیې تاس خبري اژانس ویلي د دې لړۍ په لومړي ګام کې د شنبې پر ورځ د خېرسون ۲۳ اوسېدونکو په ځانګړو مراسمو کې روسي پاسپورتونه ترلاسه کړل.

دا اژانس وايي چې زرګونو کسانو د دغو پاسپورتونو لاس ته راوړلو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي، خو دا ادعا په خپلواک ډول نشي تائیدېدلی.

کیېف دا ګام غندلی دی.‌

خېرسون لپاره د روسې لخوا ټاکل شوي والي ولودیمیر سالدو وايي‌ "زموږ ټول خېرسوني ملګري غواړي چې هر څومره ژر ممکنه وي، (روسي) پاسپورتونه او تابعیت ترلاسه کړي."

Russian passport - file pic, 17 Mar 22

د عکس سرچینه، AFP

د اوکرایین حکومت دا ګام له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا سره څرګند ټکر کې بللی.

روسیې په ۲۰۱۴ کال د کریمیا ټاپووزمې تر نیولو وروسته هلته او د اوکرایین ختیځ د دونباس سیمې ډېره برخه کې هم پاسپورتونه وېشلي دي.‌

د رپوټونو له مخې روسیې د اوکرایین نیولو ښارونو کې په خپل پولي واحد (روبل) د راکړې ورکړې امر هم کړی، خو اوکرایینیان یې له منلو انکار کوي.

مېلیتوپول ښار د اوکرایین د سویل ختیځ‌ زاپریژژیا سیمه کې پروت دی، چې ډېره برخه یې د روسي ځواکونو کنټرول کې ده.‌

د اروپا په کچه تر ټولو ستر اټومۍ بټۍ هم همدې سیمه کې ده.‌