روسيې بهرنیو چارو وزیر نیول شویو بریتانویانو ته د اعدام سزا ورکولو دفاع کړې

Aiden Aslin, Shaun Pinner and Saaudun Brahim (from left to right) appearing in court, June 7th 2022

د عکس سرچینه، Defence Ministry TV

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تش په نامه دونباس خلکو جمهوریت یوې ناتایید شوې محکمې هغې پرېکړې دفاع کړې چې دوو بریتانویانو او یوه مراکشي کس ته یې اوکرایین کې د جګړې په تور د اعدام سزا ورکړې.

ښاغلی لاوروف ادعا کوي چې دې کسانو د دونباس خلکو جمهوریت پر خاوره جرمونه کړي دي.

بل لور د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویاند وايي، نوموړي د خپلې کابینې وزیرانو ته امر کړی، چې د دې کسانو خوندیتوب او خوشي کېدو لپاره خپل ټول وس - توان وکاروي.

وروسته له هغه چې د روسیې یوې محکمې دې دوو بریتانوي بندیانو ته د اعدام سزا واوروله، دې پرېکړې سخت غبرګونونه را پارولي دي.

بل لور د بریتانیا بهرنیو چارو وزیره لیز ټرس پر دې موضوع له خپل اوکراییني سیال دیمترو کولیبا سره غږېدلې.

دغه درې کسان د اوکراییني پوځ ملګري وو او په اپریل میاشت کې د اوکرایین محاصره شوي ښار مارپوپول دفاع پر مهال نیول شوي وو.

د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې ویلي، له اغلې ټرس سره خبرو کې په دې لړ کې پر روسیې د فشار ډېرولو په پار غږېدلی دی.

نوموړی وايي، موږ دواړو تایید کړه، چې د اوکرایین غلبې تر مهاله په ټوله نړۍ کې هیڅوک حق نه لري چې له دې جګړې ستړي شي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، دغو کسانو د مزګ سزا د جنیوا له کنوېنسیونه سر غړونه ده. په یاد سازمان کې د بشري حقونو د برخې مشره نېنا نوید وايي، روسیه د جنیوا د کنوېنسیون غړې ده.

اغلې نېنا وايي، روسیه باید نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړي چې اوکرایین کې د روسیې تر واک لاندې سیمو کې څېړنه وکړي.

د محکمې پریکړې ته د غبرګونو په لړ کې پوځي ډاکټر برنان فیلیپس وايي، دا محکومیت پارونکی دی.

نوموړی وايي، دا پریکړه به له بل هر څه نه زیات خلک وپاروي.

ښاغلی فیلیپس له ایدېن اسلین سره سوریه کې اشنا شوی و، هغه مهال نوموړي د امریکا له پوځ سره کار کاوه.

د نوموړي ترڅنګ د بریتانیا پارلمان کې د ښاغلي اسلین د سیمې وکیل، دا پرېکړه په بشپړ ډول ظالمانه ګڼي.

رابرت جنریک وايي، د اوکرایین سفیر ورته ډاډ ورکړی چې د بریتانوي بندیانو په اړه خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

د بریتانیا د پارلمان وکیل وايي، بریتانوي بندیان د اوکرایین د پوځ غړي دي او د جینوا کنوېنسیون بربنسټ په مرک باید محکوم نه شي او ساتنه یې وشي.

نوموړی وايي، له دې بندیانو سره د یرغمل شویو کسانو په توګه چلند کېږي.

ښاغلی جنریک د بریتانوي بندیانو کورنۍ سره د خواخوږۍ ترڅنګ وايي، کورنیو ته یې دا ډېره سخته ده چې عزیزان یې محاکمه کېږي او په اعدام محکومیږي.

د اوکرایین ختیځ کې د دونباس خلکو جمهوریت محکمه نړیوالو په رسمیت پيژندلې نه ده او بریتانیا هم وايي، دا وګړي یې جنګي بندیان دي او نښتو کې د ګډون له کبله باید محاکمه نه شي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Telegram

د عکس تشریح، د یادو بریتانوي بندیانو سره مراکشی سعدن براهیم هم په اعدام محکوم شوی دی

ایډېن اسلین، اصلآ د بریتانیا نوټینګهم شیر کې د نیوارک اوسېدونکی دی.

کورنۍ یې وايي هغه په ۲۰۱۸ کال کې د اوکرایین میکولایف ته ولاړ او د اوکرایین له سمندري ځواک سره یو ځای شو.

اسلین هلته له یوې اوکرایینۍ ښځې سره واده هم کړی.

د هغه په اړه ویل کېږي چې سوریه کې هم له کرد وسله والو سره د داعش خلاف جنګېدلی دی.

د شاون پاینېر کورنۍ بیا یې وايي چې هغه د بریتانیا د پوځ پخوانی غړی دی.

نوموړی څلور کاله وړاندې اوکرایین ته کوچېدلی او د اوکراییني پوځ روزنې لپاره یې له تجربو ګټه اخیستل کېده.

د یادو بریتانوي بندیانو سره مراکشی سعدن براهیم هم په اعدام محکوم شوی دی.