زېلینسکي: روسیې د اوکرایین پر ختیځ بریدونه پیل کړل

ولسمشر زېلینسکي وايي، د روسي پوځونو لوی شمېر د دنباس جګړې ته پام اړولی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر زېلینسکي وايي، د روسي پوځونو لوی شمېر د دنباس جګړې ته پام اړولی

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، روسیې د اوکرایین ختیځ کې د دنباس سیمې نیولو لپاره برید پیل کړی دی.

روسیې پرون دوشنبه د اوکرایین پر بېلا بېلو ښارونو بمبارۍ وکړې او اوکرایین ولسمشر زېلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې وویل‌ ''د دنباس لپاره جګړه پیل شوې. ''

د اوکرایین لوړپوړي دفاعي چارواکي په ورته مهال ویلي، روسي ځواکونو هڅه کړې، چې په سیمه کې د اوکراییني پوځ دفاعي کرښې ماتې کړي.

د کیېف په نیولو کې د روسي پوځ له پاتې راتلو وروسته پر دنباس د روسیې برید وېره څرګندېده.

په لومړي سر کې داسې ښکاریده، چې روسیه غواړي د اوکرایین لوی ښارونه ونیسي او د دې هېواد حکومت نسکور کړي.

خو د اوکراییني ځواکونو له کلک مقاومت وروسته روسي دفاعي چارواکو وویل، ''د عملیاتو لومړي پړاو کې '' یې ''په عام ډول هدفونه ترلاسه کړی دي '' ځکه یې د اوکرایین پلازمېنې له شاوخوا خپل پوځونه وایستل.

دوی له هغه وروسته دا هم وویل، چې د دنباس سیمې ''خپلواکۍ '' ته یې پام اړولی، چې ډېری اوسېدونکي یې روسي ژبي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین پر اوکرایین خپل یرغل ته د اوکرایین غیر پوځي کولو او له هغه ځایه د ''ناتزي ایزم '' له منځه وړلو عملیاتو نوم ورکړ، خو اوکرایین او متحدینو یې دا پر ګاونډي هېواد د یرغل لپاره د روسیې ولسمشر پلمه وبلله.

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، داسې باور کېږي چې اوکرایین په دنباس کې زرګونه تجربه کار سرتېري لري.

پر دوشنبه روسي ځواکونو کرۍ ورځ پر یو شمېر ختیځو ښارونو توغندیز او راکټي بریدونه وکړل، چې له کبله د نباس په لوهانڅک او دونیڅک کې اته ملکي کسان وژل شوي دي.

بل لور په لوېدیځ لفیېف ښار کې هم د روسي ځواکونو د څلورو بریدونو له کبله اووه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

روسي ځواکونو د اوکرایین په نورو ښارونو کې هم ورته بریدونه کړي دي.