پوتين ويلي د روسيې بريد پايله کې به سترې موخې ترلاسه کړي

د عکس سرچینه، AFP
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي، پر اوکرايين د دوی بريد پايله کې به هغه څه ترلاسه کړي چې د ده په وينا "سترې موخې" دي.
د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشينکو سره په خبرو کې ښاغلي پوتين ادعا وکړه چې له اوکرايين سره جګړه "اړينه" شوې ده.
ښاغلي پوتين وويل، له دې پرته بله لار نه لري چې په دونباس سيمه کې د روسي وګړو د خوندي ساتلو لپاره بريد وکړي.
ملګري ملتونه وايي، پر اوکرايين د روسیې د يرغل له پيل راهيسې لس میليونه خلک له خپلو کورونو تښتېدلی دي.
بل پلو د اوکرایین لویه څارنوالۍ وايي، له هغه وروسته چې روسي پوځ پر دې هېواد یرغل کړی، ۱۸۶ ماشومان په جګړو کې وژل شوي او ۳۴۴ ټپیان شوي دي.
اوکراییني چارواکي وايي، تر ټولو ډېره مرګژوبله په دنباس سیمه کې اوښتي، چې یوازې د مړینې شمېر پکې ۱۱۳ ته رسېږي.
اوکراییني چارواکي دغه راز وايي، د توغندیزو او راکټي بریدونو له کبله ۹۳۸ تعلیمي ادارو ته زیان اوښتی او ۸۷ په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.
له دې مخکې د ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونېسف مسوولینو وویل، له هغه راهیسې چې روسي ځواکونو پر اوکرایین یرغل کړی، په شپږ اونیو جګړه کې د اوکرایین دوه - درېیمه برخه ماشومان له خپل کور، کلي تېښتې ته اړ شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters/Darrin Zammit Lupi
پر دوشنبه ملګرو ملتونو په اوکرایین کې د جګړې له کبله همدې موده کې د ۱۴۲ کم عمره کسانو وژل کېدل هم تایید کړل او خبرداری یې ورکړ، چې ښايي کره شمېر تر دې خورا زیات وي.
د یونېسف بېړنیزو پروګرامونو څانګې مشر مانویل فونټاین چې دا وروستیو کې له اوکرایینه ستون شوی وايي، د خیریه کارونو ۳۱ کلنه تجربه کې یې د اوکرایین له اووه اعشاریه پنځه میلیونو ماشومانو د څلور اعشاریه اته میلیونو بې ځایه شویو ماشومانو په څېر پېښه نه ده لیدلې.
نوموړی وايي، دا پېښه د سرعت له کبله بې ساري ده.
هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل:
''له هغو درې اعشاریه دوه میلیونو ماشومانو چې په خپل کور، کلي کې پاتې دي، د نیمايي په هکله ویلای شو، چې ښايي کافي خواړه نه لري. ''
ښاغلي فاونټین زیاته کړه، په ماریو پول او خیرسون ښارونو کې ښايي وضعیت ځکه د نورو سیمو پرتله هم ډېر ناوړه وي، چې د څښاک پاکې اوبه نه لري، د نظافت چارې په کې په ټپه ولاړې دي او خلکو ته د خوړو او درملو رسولو چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو لپاره د ملګرو ملتونو لپاره د اوکرایین سفیر سرګي کیسلېسیا ادعا کوي چې روسیې ۱۲۱ زره اوکراییني ماشومان بهر ته لېږدولي او د رپوټونو له مخې یې د پالنې لپاره د ماشومانو اخیستلو بهیر چټکولو او اسانولو په موخه یو قرارداد منظور کړی دی.
بل لور ښاغلی فاونټاین وايي، تر اوسه ''داسې کوم ثبوت نه شته '' خو یونېسف به په دې هکله پلټنه وکړي.
ماریو پول ښاروال: لس زره ملکیان وژل شوي
بل لور د اوکرایین سویل کې د محاصره شوي سویلي ښار ماریو پول ښاروال وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل له پیل راهیسې په دې ښار کې نژدې ۱۰ زره ملکي کسان وژل شوي دي.
ښاروال وادیم بویچنکو تېره ورځ وویل، ''د وژل شویو کسانو په مړو واټونه ډک دي. ''
نوموړی زیاتوي همدا اوس په ماریو پول کې ۱۲۰ زره ملکي کسان ایسار پاتې دي، چې سملاسي خوړو، درملو او اوبو ته اړتیا لري.










