د اوکرایین جګړه؛ زېلينسکي وايي "ګاونډي غواړي مړه مو وویني"

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د اسراییل پارلمان ته د ویډیو کنفرانس له لارې وینا کړې.
هغه تر دې وړاندې د امریکا او بریتانیا په ګډون د ځینو نورو هېوادونو قانون جوړوونکو ته هم غږېدلی او مرسته یې ترې غوښتې.
ښاغلي زېلیسنکي د اسراییل پارلمان ته په خپل دغه ویډیويي پیغام کې د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې ګولدا مئیر هغه وینا هم تکرار کړې چې یو وخت یې ويلي وو "موږ غواړو ژوند وکړو، خو ګاونډي مو غواړي مړه مو وویني."
نوموړي زیاته کړې چې پاتې کېږي به او جوړجاړي ته هم چمتو دی.
د اوکرایین ولسمشر غوښتل په دې توګه د اوسني اوکرایین او د اسراییلو د تاریخ ترمنځ ورته والی وښيي چې د خپلو عرب ګاونډیو له دښمنۍ سره مخامخ و.
هغه د اسراییل د پارلمان غړو ته وویل چې د پخواني جرمني نازي ګوند ۱۰۲ کاله وړاندې د فبرورۍ په ۲۴مه جرمني کې رامنځ ته شو او سږ کال روسیې په همدې تاریخ پر اوکرایین برید وکړ.
ښاغلي زېلینسکي چې پخپله هم یهود دی، له اسراییلو وغوښتل چې د روسیې د پوځ پر وړاندې مقاومت کې ورسره مرسته او ملاتړ وکړي.
ملګري ملتونه؛ لس میلیونه اوکرایینیان بې ځایه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فېلیپو ګراندې وايي، پر اوکرایین د روسیې د یرغل له امله شاوخوا لس میلیونه وګړي له خپلو کورونو تښتېدلي چې د اوکرایین د وګړو څلورمه برخه جوړوي.
پر اوکرایین د روسیې د برید پر پیل یوازې څو اوونۍ اوړي.
د رپوټونو له مخې شاوخوا دوه میلیونه اوکراینیانو پولنډ کې پناه اخیستي او شاوخوا نیم میلیون نور رومانیا ته کډوال شوي دي.
ملګرو ملتونو پرون ویلي، د جګړې د پیل راهیسې څه باندې ۳،۴ میلیونه اوکراینیان له دغه هېواده تښتېدلي چې ۹۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، له یو نیم میلیون ډېر اوکراییني ماشومان له خپل هېواده وتلو ته اړ شوي. دغه سازمان د انساني قاچاق او ناوړه ګټه اخیستنې د احتمال خبرداری هم ورکړی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا شپږ اعشاریه اته میلیونه نور اوکراینیان پر کور دننه بې ځایه شوي دي.










