اوکرایین جګړه؛ د تېلو بیه له ۱۱۰ ډالرو لوړه شوه

تېل

د عکس سرچینه، Getty Images

پر اوکرایین د روسیې د برید پر ۷مه ورځ د سونتوکو نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې.

پر دې ورځ نړیوال بازار کې د یوه بېرل تېلو بیه ۱۱۳ ډالرو ته ورسېده چې په ۷ کلونو کې تر ټولو لوړه ده.

که څه هم د تېلو په بیه پر اوکرايين د روسیې برید د اغېز کمولو لپاره ځینې ګامونه پورته شول، خو بیې بیا هم وختلې.

د انرژۍ د نړیوال اژانس غړو هوکړه وکړه چې له بېړنیو زیرمو ۶۰ میلیون بېرله تیل راوباسي خو دې ګام هم د بیو د لوړېدو مخنیوي سره مرسته و نه کړه.

د تېلو په دې زېرمو کې د امریکا ونډه شاوخوا ۳۰ میلیارده بېرله ده.

د انرژی نړیوال اژانس ۳۱ غړي لري چې ډېری یې صنعتي هېوادونه دي.

دا اژانس د انرژۍ په بازار څار کوي او د اساسنامې له مخې دنده لري چې په بازار کې د تېلو د عرضې او تقاضا انډول ساتلو لپاره همغږي او هراړخیز ګامونو پورته کړي.

خو د انرژي نړیوال اژانس له لوري له اخیستل شویو ګامونو سره سره د تېلو بازار کې د بیو لوړېدل دوام لري.

که څه هم د روسیې پر تېلو بندیزونه نه دي لګول شوي، خو ځینې د لوېدیځوالو لخوا پر اوکرایین د برید غبرګون کې پر روسیې د بندیزونو له لګېدو وروسته له دغه هېواده د تېلو له پېرلو ډډه کړې.

نړۍ کې د تېلو تقاضا په لوړېدو په ځانګړي ډول له کورونا وروسته د صنعتي فعالیتونو بیا پیلیدو سره د تېلو عرضه او تقاضا له یو بل سره اړخ نه لګوي او د اوکراین کړکېچ دا انډول لا پسې خراب کړ.

روسیه نړۍ کې د تېلو له سترو تولیدونکو ده چې د ورځې له ۴ څخه تر ۵ میلیونو بېرلو پورې صادرات لري.

د روسیې د تېلو په عرضه کې خنډ د تېلو د بیو د لا لوړېدو لامل کېدای شي.

د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې د تیلو تقاضا د لوړېدو، د روسیې او اوکرایین ترمنځ د کړکېچ او لیبیا کې د تېلو د عرضې برخه کې د خنډونو له کبله د تیلو بیې په لوړېدو وې.

تېل

د عکس سرچینه، Getty Images

نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې داسې حال کې لوړې شوې چې ایران هم دې بازار ته ځانګړی نظر لري او د بندیزونو له کبله اړ دی چې خپل تېل په نادودیزو 'غېر متعارفو' لارو وپلوري.

د راتلونکي کال د بودیجې لایحه کې د ایران د تېلو د یوه بېرل بیه ۶۰ ډالره او ورځني صادرات یې یو میلیون او ۲۰۰ زره بېرله اټکل شوی دی.

د ایران حکومتي چارواکو په دې وروستیو کې د دغه هېواد د تېلو د صادراتو د زیاتوالي اعلان کړی.

د امریکا د بندیزونو له کبله د ایران د تېلو د صادراتو او خرڅلاو په اړه کره مالومات محرم ګڼل کېږي او نه افشا کېږي.