پر امریکایي پوځیانو د ایران برید؛ نړیوال بازار کې د تېلو بیه لوړه شوه

د ایران برید

د عکس سرچینه، Getty Images

په عراق کې د امریکايي پوځ پر دوو اډو د ایران د بالستیک توغندیو له برید وروسته نړیوال بازار کې د تیلو بیه لوړه شوه.

د تېلو بیې د ۴،۵ سلنه پورته کېدو سره اوس په اسیايي مارکېټونو کې یو بیلر یا بېرل تېل په ۶۵،۶۵ ډالر دي، هغه هم له دې وېرې چې دا پېښه ښايي له منځني ختیځ د تېلو لېږد خراب کړي.

ایران په تېر کې بیا بیا ویلي که له امریکا سره یې ټکر راشي هورمز تنګی به وتړي.

دا تنګی د خلیج او عمان سمندرګي ترمنځ نرۍ اوبلار ده او د عرب خلیج د غاړې هېوادونو پاموړ تېل له دې تنګي نړیوال بازار ته لېږدول کېږي.

پرامریکايي اډو د ایران په برید پسې د سرو او جاپاني ین بیه هم پورته شوې ده.

په دا مهال د ونډو نړیوال بازار هم لږ غورځېدلی دی.

د ایران رسنۍ وايي، عراق کې د امریکا پر دوو پوځي اډو برید د دغه هېواد د پوځي جنرال قاسم سلیماني په غچ کې شوی دی.

نوموړی تېره جمعه بغداد هوايي ډګر کې د امریکا په ډرون بریدونو کې ووژل شو.

په مرګ پسې یې دا اندېښنې ډېرې شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ به نور هم جنجال ډېر شي.

که څه هم امریکا وايي پوځیانو ته یې مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د سپاه پاسدران یوې سرچینې کورنیو رسنیو ته ویلي، په دې برید کې "نږدې ۸۰ امریکايي پوځیان" وژل شوي دي.