د ایران - امریکا ترینګلتیا؛ نړیوالو بازارونو کې د زرو او تېلو بیې ختلې

طلا

د عکس سرچینه، Reuters

د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا په ډېرېدو سره د نړۍ په مالي بازارونو کې د زرو بیه پاموړ ختلې، چې دا په تېرو شپږو کلونو کې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

د زرو د بیې ختلو اصلي لامل د احتمالي پوځي اړدوړ رامنځ ته کېدو له کبله د خطر پېښېدل په ګوته شوي، چې پانګوال وايي ډاډ یې له ګواښ سره مخامخېدای شي.

د خامو تېلو بیه هم د روانې زیږدیزې میاشتې لومړیو کې چې راټیټه شوې وه، بېرته ختلې ده.

د تېلو د بیې لوړوالي لامل فارس خلیج او هرمز تنګي کې ترینګلتیا په ګوته شوې، دا سیمه نړۍ ته د تېلو د صادرولو تر ټولو لویه اوبیزه لار ګڼل کېږي.

د نړۍ پنځمه برخه تېل د همدې سیمې (هرمز تنګي) له لارې صادرېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د ایران له خوا د امریکا د ډرون الوتکې د ویشتلو په غبرګون کې یې غوښتل د ایران د ننه پر درېیو ځایونو بریدونه وکړي، خو هغه پر ایران د خپل برید له هوډه ځکه په شا شو، چې ورته ویل شوي وو، لږترلږه به په دغو بریدونو کې۱۵۰ کسان ووژل شي.

رپوټونه وايي، ددغې ترینګلتیا له کبله د امریکا د خامو تېلو بیه لس سلنه لوړه شوې ده.

ایران د امریکا د ټینګو بندیزونو له کبله د تېلو د صادراتو د کچې پاموړ له لوېدو سره مخامخ شوی دی.

ځینې رپوټونه وايي، د ایران د تېلو صادرات د امریکا د نویو بندیزونو له پیلېدو راهیسې له شاوخوا دوه میلیون او ۷۰۰ زرو بیلرو (بیرلو) څخه تر یوه میلیون هم کم شوي دي.