بریتانیا: د اوکرایین جګړه به څو میاشتې دوام وکړي

د بریتانیا د لومړي وزیر مرستیال

د بریتانیا د لومړي وزیر مرستیال ډومینیک راب ويلي ټاکلې د اوکرایین جګړه که کلونه نه وي، نو څو میاشتې دوام وکړي.

هغه دا څرګندونې له سکای نیوز سره وروستۍ مرکه کې کړي.

ښاغلي راب پر دې اړتیا هم ټینګار کړی چې متحدان یې د ده په وینا "ستراتیژیک استقامت" وښيي او په دې توګه دا ډاډمنه کړي چې ولادیمیر پوتین ناکامېږي.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې تازه د بریتانیا د دفاعي ځواکونو قوماندان 'سر ټوني راداکین' ویلي چې بریتانیا او متحدان یې باید د روسيې د ګواښونو پر وړاندې محتاط واوسي.

ښاغلي راداکین بي بي سي ته ویلي چې دوی باید د روسیې د ولسمشر د څرګندونو پر وړاندې چې ده "نامانوسه او خندوونکې بللې" ارام او مسوولانه چلن ولري.

هغه ویلي بریتانیا د نړۍ د تر ټولو ستر پوځي اېتلاف 'ناټو' غړې ده او له ولسمشر پوتین سره مقابلې لپاره پر خپله وړتیا بشپړ باور لري.

راداکین

د یادونې ده چې د روسیې ولسمشر ویلي چې که کوم هېواد د اوکرایین پر فضا الوتنې منع کړې نو دی به دا چاره د ځان خلاف د جکړې اعلان وګڼي.

هغه پر اوکرایین د یرغل غبرګون کې د لوېدیځ لخوا پر مسکو لګېدلي بندیزونه هم د جګړې اعلان ته ورته بللي.

ښاغلي راداکین ویلي د بریتانیا حکومت د روسیې له عملیاتي مرکزونو سره اړیکه کې دی او ګواکې ده په دې وروستیو کې له همدې لارې له خپل روسي سیال والېري ګېراسیموف سره د کتنې غوښتنه هم کړې او ځواب ته په تمه دی.

چین؛ ناټو دې روسیې سره 'عادلانه' خبرې وکړي

وانګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وانګ یي د شنبې پر ورځ انټوني بلېنکن سره تیلیفوني خبرې کړې دي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي خپل امریکایي سیال انټوني بلېنکن ته ویلي، چین به د هر هغه ګام مخالفت کوي چې د اوکرایین کړکېچ کې 'اور ته لمن وهي'.

د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې رپوټ کې راغلي، دواړو مشرانو د شنبې پر روځ د اوکرایین کړکېچ په اړه تیلیفوني خبرې کړې دي.

وانګ یي همدا راز پر امریکا، ناټو او اروپایي هېوادونو غږ کړی چې روسیې سره 'عادلانه' خبرې وکړي او د ناټو د پراخېدو په اړه د روسیې اندېښنې ومني.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې د اوکراین کړکېچ یوازې د خبرو له لارې حل کېدلی شي او مسکو او کیېف یې مخامخ مذاکراتو ته هڅولي دي.

پر اوکرایین د روسیې پوځي یرغل چین ته هم دیپلوماتیکې ننګونې زېږولې دي، خو بیجنګ تر دې دمه د مسکو د دې ګام غندنه نه ده کړې.‌

چین له یوې خوا نه غواړي چې په اروپا کې د جګړې ملاتړ وکړي، خو په ورته مهال له روسیې سره پوځي او ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کول غواړي.‌

د جګړې وروستی حال

برید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اوکرایین پر ګڼو ښارونو د روسیې بمبارۍ او ځمکني بریدونه دوام لري

بل لور ته له اوکرایین وروستي رپوټونه وایي چې روسانو تېره شپه پلازمېنې کیېف ته نږدې بر اېرپین ښار سخته بمباري کړې.

په سویلي ښار ماریوپول کې هم د روسیې هوایي بریدونه دوام لري او له دې ښاره د ولسي کسانو د ایستلو پلان د اوس لپاره ځنډول شوی دی.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیز زېلېنسکي له ناټو او امریکا غوښتي چې د اوکرایین په هوایي حریم کې پر هر ډول الوتنو بندیز ولګوي.

خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بیا لویدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې دا ګام به د 'مخامخ جګړې ته د داخلېدو' په معنا وي.

ناټو هېوادونو تر دې دمه د اوکرایین د هوایي‌حریم تړلو په تړاو د ولسمشر زېلېنسکي غوښتنه نه ده منلې.‌

ناټو چارواکي‌ په دې باور دي چې دا ډول ګام به د جګړې د لا پراخېدو لامل شي،‌ ځکه د دې چارې لپاره اړینه ده چې د ناټو هوایي ځواکونه د اوکرایین د هوایي حریم څارنه وکړي.

دې سره دا احتمال ډېرېږي چې د روسیې او ناټو هوایي ځواکونه پر یو بل مخامخ ګزار وکړي، او که داسې کېږي نو د جګړې ټوله بڼه ورسره بدلېدلی شي.‌