د امریکا بهرنیو چارو وزیر: اوکرایین له روسیې سره جګړه کې بریالی کېداي شي

بلېنکن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له بي بي سي سره خبرو کې وویل، باوري شوی چې اوکرایین کولای شي له روسیې سره جګړه کې بریالی شي.

نوموړي د دې جګړې د پای ته رسېدو احتمالي وخت په هکله څه و نه ویل، خو په خبره یې د اوکرایین ماتې داسې څه نه دي چې حتمي وبلل شي.

ښاغلي بلېنکن په دې مرکه کې د اوکرایین خلکو ''فوق العادي استقامت '' وستایه.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل:

''که مسکو هدف دا وي چې اوکراین حکومت نسکور کړي او پر ځای یې خپل ګوډاګی حکومت هلته رامنځته کړي، بالاخره به یې ۴۵ میلیونه اوکرایینیان رد کړي. ''

نوموړی وايي، هغسې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین غوښتل پرمختګ نه دی شوی.

د اوکراييني ځواکونو سخت مقاومت د اوکراییني ښارونو پر لور د روسي ځواکونو د پرمختګ یو لوی لامل بلل کېږي.

د اوکرایین سویل کې د تور سمندر پر غاړه یو شمېر سیمې روسي ځواکونو نیولي دي او د ماریو پول ساحلي ښار محاصره روانه ده.

همدا نن شنبه د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ، چې له دې ښاره د ملکي خلکو وتلو لپاره به په موقت ډول اوربند وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې له خپلو اروپايي سیالانو سره له لیدو وروسته له بي بي سي سره خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، نړیواله ټولنه ژمنه ده، چې له اوکرایین سره د مرستې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

نوموړي په دې لړ کې پر روسیې د جګړې ختمولو لپاره د ''خورا قوي فشار '' راوستلو یادونه وکړه.

ښاغلي بلېنکن هغې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا اوکرایین کولای شي دا جګړه وګټي؟ وویل: ''د وخت په تېرېدو سره، بالکل. ''

نوموړي دغه راز په سیمه کې د تاوتریخوالي ډېرېدو په هکله اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل:

''یو څه چې خورا ناوړه کېدای شي د اوکرایین له پولو هاخوا د جګړې غځېدل دي. ''

له نوموړي پوښتنه وشوه، چې ایا امریکا د یرغل پای ته رسولو په پار په مسکو کې د مشرتابه بدلون غواړي؟

نوموړي وویل: ''موږ دا نه غواړو، او دا په هېڅ صورت په موږ پورې تړاو نه لري. روسیان د خپل مشرتابه پرېکړه باید وکړي. څه چې زه یې باید د روسیې خلکو ته ووایم دا دي چې په نړۍ کې د تېري دا جګړه څنګه ستاسې ګټې او اړتیاوې پرمخ بیايي؟ ''

لویدیځوالو مشرانو د اوکرایین هوايي حریم کې د الوتنو ممنوع کولو زون رامنځته کول ځکه رد کړي، چې په وینا یې دې سره به سیمې ته د ناټو الوتکو استولو اړتیا پېښه شي او داسې احتمال خطر به رامنځته شي چې له روسیې سره مخامخ جګړه کې ښکېل شي.