د اوکرایین ولسمشر روسیه په جنګي جرمونو تورنه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین ولسمشر د خپل هېواد پر خارکیېف ښار هغه بمباري چې لسګونه ملکي خلک پکې وژل شوي، جنګي جنایت بللی دی.
ولودمیر زیلنسکي وايي، داسې عیني شاهدان شته چې وايي، پر دوشنبه په خارکیېف کې ملکي خلک په لوی لاس په نښه شوي دي.
بل لور د بشري حقونو فعالان هم وايي، کېدای شي پر اوکرایین د روسیې یرغل بهیر کې جنګي جرمونه ترسره شوي وي.
د انصاف نړیواله محکمه (ای سي سي) وايي، دوی د دې تورونو په هکله د معلوماتو راټولول پیلوي.
د دوشنبې پر ورځ ناوخته د دې محکمې څارنوال کریم خان وویل، داسې 'د باوري سرچینو ' له مخې داسې باور کېږي چې په اوکرایین کې جنګي جنایتونه یا بشر ضد جرمونه تر سره شوي دي.
پر اوکرایین د روسیې له برید څو ورځې وروسته روسي پوځیانو له څو لوریو بریدونه کړي، خو د اوکراییني مقاومت له کبله یې پرمختګ سوکه دی.
پلازمېنه کیېف کې له هغه وروسته یو ځل بیا د هوايي بریدونو خبرداري سایرنونه وغږول شول، چې د روسي ځواکونو یو ۶۴ کیلومتره اوږد کاروان د پلازمېنې کیېف پر لور د خوځښت په حال کې دی.
امریکا د "امنیتي اندېښنو" له امله روسي ډیپلوماتان وباسي

د عکس سرچینه، Reuters
امریکايي او روسي چارواکي وايي، د امریکا حکومت د امنیتي اندېښنو له امله له ملګرو ملتونو ۱۲ روسي ډیپلوماټان وباسي. امریکا د روسیې د پلاوي له غړو غوښتي چې په غیر ډیپلوماتیکو فعالیتونو کې د لاس لرلو له امله له دغه هېواده ووځي.
د امریکا د ماموریت مرستیال ریچارډ میلز امنیت شورا ته وویل: "هغه دیپلوماتان چې موږ یې د وتلو غوښتنه کړې وه په هغو فعالیتونو کې ښکېل وو چې د ډیپلوماتانو په توګه د دوی د مسؤلیتونو او مکلفیتونو سره په ټکر کې وو."
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویسالي نېبینځای یوې خبرې غونډې ته ویل په ملګرو ملتونو کې ۱۲ تنه روسي ديپلوماتان د مارچ میاشتې تر ۷ نیټې له امریکا شړل کېږي.
نوموړي وويل، "همدا اوس مې دا معلومات ترلاسه کړل چې امریکايي چارواکو په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دیپلوماتیک ماموریت پرضد له دښمنۍ ډګ یو بل اقدام کړی چې په څرګنده د کوربتوب په برخه کې د هغوی له ژمنو سرغړونه ده. موږ ته وايي چې د روسیې له دیپلوماتیک ماموریت نه ۱۲ دیپلوماتانو ته یې ویلي چې د مارچ میاشتې تر اومې نیټې پورې له امریکا ووځي".
بل لور د ملګرو عمومی اسمبلۍ په اوکرایین کې د روان کړکېچ په اړه بېړنۍ غونډه وکړه او په عاجله توګه یې له دواړو غاړو د اوربند غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتویو ګوترېش وویل د جګړې له ډېریدو سره ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او د ملکي خلکو مرګ ژوبله په بشپړه توګه د منلو نه ده.
نوموړي وويل، "د جګړې ډېریدل چې په ترڅ کې یې د ماشومانو په ګډون ملکي خلک وژل کېږي په بشپړه توګه د منلو نه دي، همدومره بس دی، پوځیان باید بېرته خپلو مرکزونو ته ستانه شي او مشران د سولې په لور حرکت وکړي، د ملکي خلکو ساتنه باید وشي، نړیوال بشري حقونو ته باید درناوی وشي، د اوکرایین ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او پولو ته چې په نړیواله کچه منل شوي باید درناوی وشي".

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي ګوترېش زیاته کړه چې په اوکرایین کې د جګړې له امله د هغو کډوالو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي چې غواړي د جګړې له امله ګاونډیو هېوادونو ته پناه یوسي.
هغه وویل دا په اروپا کې له تېرو څو لسیزو راهیسې تر ټولو ناوړه بشري او د کډوالۍ بحران دی چې په ترڅ کې په څو دقیقو کې د کډوالو شمېر پام وړ ډېرېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د ولسمشر پوتین لخوا د هستوي وسلو اړوندو ځواکونو ته د تیارسئ امر هم ویرونکی وباله.










