څاه ته لوېدلی ماشوم مړ را وایستل شو؛ د ژغورنې عملیات په خپګان ختم شول

An ambulance leaves the scene where rescue crews worked to pull a five-year-old boy from a well shaft in Morocco

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کله چې ریان په امبولانس کې لېږدول کېده ګڼ شمېر خلک د پېښې ځای ته راغلي وو.

یو پنځه کلن مراکشی ماشوم چې له څلورو ورځو راهیسې په یوه څاه کې له لوېدو وروسته بند پاتې وو، د ژغورلو له سختو هڅو سره سره مړ رايستل شوی دی.

د دغه هېواد چارواکو یوه شاهي بیان کې د دې ماشوم چې ريان نومېږی مړينه اعلان کړې ده.

دغه ماشوم په تنګ څاه کې چې ۳۲ متره اوږدو لوېدلی و. د ژغورنې چارې د ځمکې د ښوېيدو له وېرې له خنډ سره مخ شوې وې.

د پنجشنبې په ورځ څاه ته ښکته کړل شوې کامرې په مټ اخيستل شويو عکسونو کې ماشوم ژوندی او په هوښ کې ښکارېده خو له هغه وروسته يې د وضعيت په اړه تازه معلومات نه وو ورکړل شوي.

د ځايي رسنیو په رپوټو کې ویل شوي، دې هلک لوبې کولې چې له شفشاون ښارګوټي نژدې سل کیلومتره لېرې د تمروت سیمې یوه څاه ته لوېدلی و.

The parents of five-year-old Rayan are seen after rescue workers carried his body to an ambulance in Morocco's Chefchaouen province, 5 February 2022

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ریان مور او پلار د هغه له را ایستل کېدو وروسته د پېښې له ځایه ستانه شول.

داسې ګومان کېږي چې ریان د څاه له کوچنۍ خولې ۳۲ متره لاندې بېخ ته لوېدلی و.

یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته وویل، مرستندویان د بلډوزرو په وسیله څاه ته څېرمه یوه کنده وايستله چې بیا له همدې لارې تونل ډوله سوری جوړ او ماشوم ته ورسېدل.

د جمعې په مازدیګر د مرستندویانو ډلې یوه مشر عبدالسلام ماکودي په دې هکله وویل:

''ډېر نژدې شوي یو. درې ورځې مو له ځنډ پرته کېندنې وکړې، سخت ستړي یو، خو مرستندویان اوس هم بې ځنډه کار کوي. ''

د سې شنبې له مازدیګره راهیسې د مراکش مدني دفاع مدیریت په مشرۍ د ژغورنې دا هڅې له ځنډ پرته شپه او ورځ روانې دي.

د ریان پلار وايي، د پېښې پر مهال د څاه پر ترمیم بوخت و، چې زوی یې پکې ولوېد.

دی زیاتوي دی او د ریان مور ''سخت خواشیني او ناکرار '' دي.

Graphic shows the depth of the well
د عکس تشریح، د څاه ژوروالی

هغه پر چهارشنبه له لي ۳۶۰ خبري پاڼې سره خبرو کې وویل، ''هماغه یوه شېبه مې له نظره ووت او دا کوچنی لاندې ولوید، له هغې شېبې راهیسې مې سترګې نه دي پټې کړې. ''

له ځايي رسنیو سره خبرو کې د ریان مور په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې وویل، ''ټوله کورنۍ پسې ګرځېده، وروسته مو پام شو، چې ښايي په څاه کې لوېدلې وي. اوس مې هیله نه ده بایللې، چې ژوندی به یې ومومو. ''

مرستندویانو څاه ته یو اکسیجن ماسک او خواړه کوز کړي وو او د روغتیاپالانو یوه ډله هم د تیارسئ په حال کې هلته موجوده وه.

د سیمې اوسېدونکي په بې صبرۍ سره د ریان رایستلو انتظار کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سیمې اوسېدونکي په بې صبرۍ سره د ریان رایستلو انتظار کوي.