ایا پوتین به د اتومي وسلې تڼۍ کېکاږي؟

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images
- Author, سټېو روزنبیرګ
- دنده, بي بي سي مسکو
تر هر څه دمخه زه باید یو اعتراف وکړم او هغه دا چې څو ځله مې فکر کړی، چې ''پوتین به داسې نه کوي '' خو هماغسې څه یې کړي دي.
''دی به پر کرېمیا ولکه نه کوي '' خو ویې کړه.
''دی به په دنباس کې جګړه نه پیلوي ''خو پیل یې کړه، ''پوتین به پر اوکرایین رسماً یرغل نه پیلوي ' ' خو پیل یې کړ.
اوس په دې فکر یم، چې ''داسې به نه کوي '' جمله د پوتین لپاره نه شي ویل کېدای.
خو دا جمله چې پوتین به د اتومي وسلو تڼۍ لومړی نه کېکاږي، یوه سخته پوښتنه راپورته کوي.
دا هسې یوه تشه ګوماني خبره نه ده، ځکه روسي ولسمشر تېره شپه خپلو اتومي ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی دی.
نوموړي د دې پرېکړې لامل د ناټو مشرانو 'یرغلګرې څرګندونې ' بللې دي.
په تېرو څو ورځو کې د پوتین پر څرګندونو لږ غور پکار دی.
تېره پنجشنبه چې نوموړي د ځانګړو پوځي عملیاتو اعلان وکړ، چې اصلاً پر اوکرایین د برید امر و، هغه یو خبرداری هم ورکړ:
''که هر چا له بهره دې موضوع کې لاسوهنه وکړه، هغه باید پوه شي، چې په تاریخ کې به له بې ساري عواقبو سره به مخامخ شي. ''
د نوایا ګزیټا ورځپاڼې نوبل جایزه ګټونکي مسوول مدیر دیمتري موراتوف په باور ''د پوتین دا خبره د اتومي جګړې مخامخ ګواښ دی. پوتین دې سره ځان یوازې د کریمیلین پر ځای د نړۍ څښتن په توګه ښيي، کټ مټ هغسې لکه یو څوک چې د نوي ګاډي کیلیانې په لاس کې اړوي، رااړوي، پوتین د اتومي وسلو پر تڼو لاس تېروي. پوتین څو ځله ویلي، که روس پاتې نه وي، نو نورې نړۍ ته څه اړتیا ده؟ خو چا دې ته پام نه دی کړی او دا یو ډول ګواښ دی، چې که له روسیې سره د دوی له تمې سره سم چلن و نه شي، هر څه به تباه او برباد شي. ''

د عکس سرچینه، AFP via getty images
ولسمشر پوتین په ۲۰۱۸ کال کې یوه مستند کې وویل... ''که څوک پر روسیې د ولکې هڅه کوي، موږ یې د ځواب ورکولو قانوني حق لرو، داسې کولو به د انسانیت او نړۍ لپاره ویجاړوونکي وي، خو زه د روسیې یو اوسېدونکی د دولت مشر یم، موږ داسې نړۍ ته څه اړتیا لرو، چې روسیه پکې نه وي؟ ''
اوس باید ژر ۲۰۲۲ ته راشو. روسیې د اوکرایین پر ضد جګړه پیل کړې.
که یوه لور ته اوکراییني پوځ سخت مقاومت کوي، نو بل لور لوېديځوال د روسیې پر ضد د بندیزونو لړ کې یو موټی شوي دي، هغه نظام له خطر سره مخامخ دی، چې پوتین چمتو کړی دی.
په مسکو کې د دفاعي چارو ماهر پاول فیلګین هائر په دې هکله وايي:
''اوس پوتین له سخت حالت سره مخامخ دی. ''
نوموړی زیاتوي:
''د روسیې مرکزي بانک شتمنیو له کنګل کېدو وروسته پوتین ته ډېر فرصتونه نه پاتې کېږي، بلکې نظام یې په ټپه درېږي. پوتین ته یوه لار دا پاتې کېږي چې اروپا ته د ګاز ورکړه بنده کړي، تمه به یې دا وي چې دې سره به اروپايي هېوادونه شاتګ ته اړ شي، یوه بله لار به یې دا وي چې د بریتانیا او ډنمارک تر منځ شمالي سمندر په یوه ځای کې اتومي بم وکاروي. ''
که ولادیمر پوتین رښتیا اتومي انتخاب وکړي، ایا په شاوخوا کې یې داسې کوم کس شته، چې د مخې نیولو هڅه یې وکړي؟
دیمتري مورادوف په دې هکله وايي:
''د روسیې اشرافیه هېڅکله د خلکو پلویتوب نه کوي، بلکې دوی د واکمنو ملاتړ کوي. ''
د ولادیمر پوتین په روسیه کې بیا واکمن خورا زورور دي، دا داسې یو هېواد دی، چې څه کریمیلن غواړي هماغسې پکې کېږي، ځکه هېڅوک یې مخه نه نیسي.
پاول فیلګین هاوئر وايي:
''روسیه کې هېڅوک د پوتین پر وړاندې درېدو ته نه چمتو کېږي، موږ رښتیا خورا خطرناک کږلېچ ته رسېدلي یو. ''
د اوکرایین جګړه د ولادیمر پوتین جګړه ده، که کریملین یانې پوتین خپل هدفونه ترلاسه کړل، بیا به نو د اوکرایین د خپلواکۍ په هکله هم پوښتنې راپورته شي.
بل لور که پوتین له درانه زیان سره مخامخ شي او داسې معلومه شي چې ناکامېږي، بیا نو دا خطر شته چې په ناهیلۍ کې بلې لارې ته مخه نه کړي، په ځانګړې توګه داسې حال کې چې ''هیڅکله به داسې نه کوي '' جمله د ده لپاره نه شي ویل کېدای.









