پوتین له اوکرایین د بېلتون غوښتونکو سیمو خپلواکي په رسمیت وپېژندله

د عکس سرچینه، Reuters
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د اوکرایين د دوو جلا شويو سيمو خپلواکي په رسميت پېژندلې ده.
د روسیې ولسمشر د خپل ملي امنیت د چارواکو په مخ کې نژدې یو ساعت خبرې وکړې او ویې ویل چې اوکرایین د یوه هېواد په توګه ریښتینی تاریخ نه لري، چارواکي یې په فساد تورن کړل او ویې ویل چې د اوکرایین د دوو جلا شویو سیمو خپلواکي به په رسمیت وپېژني.
ښاغلي پوتین د اوکرایین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو یو سند لاسلیک کړ او د روسیې له پارلمان یې وغوښتل چې دغه سند تصویب کړي.
د روسیې مشر ټینګار وکړ چې دا پرېکړه باید ډېره مخکې شوې وی.
د روسیې ولسمشر لږ وروسته له هغه وينا وکړه چې کرملین په یوه بیان کې ووېل چې ولادمیر پوتین پرېکړه کړې چې په اوکرایین کې د دوو بیلتون غوښتونکو سیمو خپلواکي په رسمیت وپېژني چې د روسیې په ملاتړ بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي.
د کرملین په بیان کې ویل شوي چې ښاغلي پوتین د فرانسې او جرمني مشرانو ته ویلي چې غواړي د اوکرایین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک سیمو د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو فرمان لاسلیک کړي.
دې پرېکړې ته په غبرګون کې سپینې ماڼې ویلي چې ولسمشر بایډن به یو امر صادر کړي چې له مخې به یې له اوکرایین نه په جلا شویو سیمو لوهانسک او دونیڅک بندیزونه ولګول شي.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي، "د کرمېلن له خوا د ازادو جمهوريتونو په توګه د دونيڅک او لوهانسک په رسميت پېژندنه يوه قوي او ګړندي غبرګون ته اړتيا لري، موږ به له خپلو متحدينو سره په همغږۍ ګامونه پورته کړو".
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن هم د ولسمشر پوتین پرېکړه وغندله او هغه یې له نړیوال قانون نه څرګنده سرغړونه وبلله.
ښاغلي جانسن ويلي، "ولادمیر پوتین اعلان کړی چې روسیه دوه جلا شوې سیمې لوهانسک او دونیڅک د جمهوریتونو په توګه په رسمیت پیژني، دا په ښکاره له نړیوال قانون نه سرغړونه ده. دا په څرګند ډول د اوکرایین له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نه سرغړونه ده".
د دونیڅک او لوهانسک د خپلواکۍ منلو په اړه د ولسمشر پوتین پرېکړه په سیمه کې د سولې خبرو ته د پای ټکی ږدي. ویل کېږي چې په لوهانسک او دونیڅک کې وار دمخه ګڼ شمېر خلکو ته روسي پاسپورټونه ورکړل شوي دي.
لوېدیځوال اندېښمن دي چې روسیه به اوس د بیلتونپالو تر کنترول لاندې دې سیمو ته خپل پوځیان واستوي، خو داسې ښکاري چې د لوېدیځوالو دا اندېښنه په حقیقت بدلېدونکی دی ځکه چې د لوهانسک او دونیڅک د خپلواکۍ منلو په اړه د ولسمشر پوتین په فرمان کې راغلي چې روسي وسله وال ځواکونه به د سوله ساتنې په موخه له اوکرایین نه په جلا شویو دې دوو سیمو کې ځای پرځای شي.
د جګړې وېره؛ یو شمېر هوايي شرکتونو اوکرايين ته الوتنې وځنډولې

د عکس سرچینه، RUSSIAN DEFENCE MINISTRY PRESS SERVICE HANDOUT
اوکرایین کې د اډانې یا بنسټیزو اسانتیاوو وزیر وايي، د هېواد هوايي حریم یې پرانیستی، خو نوموړی مني چې نژدې ۱۰ هوايي شرکتونو اوکرایین ته د الوتنو جدول کې بدلونونه راوستي.
اولیکساندر کوبراکوف دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې له روسیې سره د دې هېواد پر پوله تاوتریخوالی ډېر شوی دی. نوموړي د ځینو هوايي شرکتونو له لوري اوکرایین ته د الوتنو ځنډولو په تړاو وویل:
''د یو شمېر بهرنیو هوايي شرکتونو له لوري د الوتنو لغو کېده لامل د الوتنو خوندیتوب پر ځای د وضعیت له کبله د اطلاعاتو ډېرښت دی. ''
نوموړی وايي، هېواد یې د لغوه شویو الوتنو تشې ډکولو لپاره کار کوي او په وینا یې د اوکرایین ملي هوايي شرکت د میونیخ او جنېوا لپاره د اضافي الوتنو ټکټونو پلور پیل کړی دی.
د یادونې ده، چې یو شمېر اروپايي هوايي شرکتونو د امنیتي اندېښنو له کبله د اوکرایین پلازمېنې کېیف ته الوتنې یا ځنډولې یا یې هم لغوه کړې دي.
د دوشنبې پر ورځ د جرمني لفتنانزا هوايي شرکت وویل، اوکرایین ته الوتنې ځنډوي، او له دې مخکې د هالنډ کي ایل ایم هوايي شرکت ورته اعلان کړی و.
په ورته مهال فرانسې هوايی چلن وویل، له سې شنبې وروسته کېیف ته الوتنې ځنډوي، خو په وینا یې دا یو احتیاطي ګام دی او پرلپسې به وضعیت څاري.
بایډن په مشروط ډول له پوتین سره لیدنه منلې
بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن په مشروط ډول له خپل روسي سیال ولادیمر پوتین سره د اوکرایین کړکېچ حل په موخه لیدل منلي دي.
سپینه ماڼۍ وايي، دا لیدنه فرانسې وړاندیز کړې او یوازې په هغه صورت کې به کېږي چې روسیه پر خپل ګاونډي هېواد یرغل و نه کړي.
دې غونډه کې ښايي د اوکرایین کړکېچ ته یوه دیپلوماتیکه حل لاره وموندل شي، چې لسیزې وروسته په اروپا کې یو خورا ناوړه امنیتي بحران بلل کېږي.
امریکايي چارواکي د استخباراتي رپوټونو په حواله وايي، روسیه پر اوکرایین یرغل ته چمتو ده، خو مسکو بیا دا څرګندونې ردوي.
له روسي ولسمشر سره د ښاغلي بایډن لیدنې وړاندیز د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له دوه ځله ټیلیفوني خبرو وروسته اعلان شوی، چې ټولټال درې ساعته وخت یې ونیو.
وروستی ځل د مسکو پر وخت د دوشنبې پر ګهېځ دواړو مشرانو د ۱۵ دقیقو لپاره په دې هکله خبرې کړې دي.
د ښاغلي مکرون دفتر چارواکو ویلي، د دې احتمالي لیدنې پر جزیاتو به د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره پر پنجشنبه وغږیږي.
بل لور په یوه اعلامیه کې چې د فرانسې دغه وړاندیز تاییدوي د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، داسې ښکاري چې روسیه (ژر) پر اوکرایین بشپړ یرغل ته چمتو ده.

د عکس سرچینه، EPA
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، که داسې کېږي، امریکا یې چټک غبرګون او بندیزونو لګولو ته چمتو ده. امریکا حکومت اټکل کوي چې د دونیڅک او لوهانڅک سیمو کې د بېلتونپالو ملېشو په ګډون روسیې د اوکرایین پر پولو نژدې ۱۹۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي.
د امریکا ماکسار شرکت مسوولین وايي نوي سټیلایټ تصویرونه ښيي چې د اوکرایین او روسیې تر منځ د پولې سیمه کې د روسیې پوځي تجهیزاتو او وسایطو کې زیاتوالی لیدل شوی او د پوځیانو شمېر ډېر شوی دی.
فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښاغلي پوتین منلې چې ''دیپلوماتیک حل ته باید لومړیتوب ورکړل شي. ''
فرانسوي چارواکي وايي، دې لړ کې به راتلونکي څو ساعته ''سخت ''کار وشي.
کریمیلین وايي، ښاغلي پوتین پر اوکرایین پوځ د تاوتریخوالي ډېرولو تور پورې کړی.
اوکرایین چارواکي بیا دا تورونه ردوي او په وینا یې مسکو پر دې هېواد د یرغل لپاره د پلمې په لټون پاروونکی کمپاین پیل کړی دی.









