امریکايي چارواکي: د فبرورۍ تر نیمايي پورې روسیه پر اوکرایین یرغل ته چمتو کېږي

د عکس سرچینه، TASS/Getty Images
امریکايي چارواکي وايي، روسیې پر اوکرایین د یوه بشپړ یرغل لپاره ۷۰ سلنه چمتوالی کړی دی.
د نامعلومو امریکايي چارواکو له قوله ویل کېږي چې د فبرورۍ میاشتې تر نیمايي پورې به د سیمې ځمکه کنګل شي او روسیه به وکولای شي درانه پوځي وسایط هلته ولېږدوي.
روسیې له اوکرایین سره پر پوله نژدې ۱۰۰ زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي، خو روسي چارواکي پر اوکرایین د یرغل پلان لرل ردوي.
بل لور امریکايي چارواکو د خپلې ادعا لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې د دې چارواکو له قوله ویل شوي چې دا معلومات د استخباراتي ارزونو له لارې تر لاسه شوي، خو په وینا یې د موضوع حساسیت له کبله ډېر جزیات نه شي ورکولای.
دا چارواکي وايي، دوی لا هم په باور سره نه شي ویلای چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکرایین د یرغل کولو پلان لري او که نه، او په وینا یې دیپلوماتیک حل ته لا هم فرصت شته.
دوو امریکايي چارواکو د نوم نه یادولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د موسم څرنګوالي ته په کتو به د فبرورۍ له پنځلسمې د مارچ میاشتې تر پایه پورې روسي ځواکونو ته د اوکرایین پر لور د پرمختګ زمینه برابره شي.
رپوټونو کې ویل شوي، که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي، تر پنځوس زره پورې د ملکي کسانو وژل کېدو احتمالي خطر شته.
دوی دغه راز وايي، داسې احتمال هم شته چې د روسیې برید له کبله په څو ورځو کې د اوکرایین پلازمېنه کیېف سقوط وکړي او میلیونونه کډوال د اروپا پر لور لاړ شي.
بل لور په سیمه کې د ناټو ځواکونو ملاتړ زیاتوالي لړ کې امریکايي اضافي پوځیان پولنډ ته رسېږي.
د شنبې پر ورځ د دې پوځیانو لومړنۍ جوپه د هیواد سویل خیتځ کې ارزیسوو سیمې ته ورسېده.
امریکا حکومت له دې یوه ورځ مخکې اعلان کړی و، چې ختیځې اروپا ته تر ۳۰۰۰ پورې اضافي پوځیان استوي.
مسکو وايي، پوځونه یې په سیمه کې د تمریناتو لپاره ځای پر ځای کړي دي، خو اوکرایین او لوېدیځوال متحدین اندېښنه څرګندوي چې روسیا پرې د یرغل پلان لري.
دا تاوتریخوالی داسې حال کې زیات شوی، چې روسیې د اوکرایین ختیځه سیمه کرایمیا په خپله خاوره پورې وتړله.








