اوکرایین کړکېچ؛ د خرکیېف په لارو، کوڅو کې جګړه روانه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین په دویم لوی ښار خرکیېف کې چارواکي وايي، نن یکشنبه ګهیځ دې ښار ته د روسي ځواکونو له ننوتو وروسته اوس د ښار په لارو، کوڅو کې جګړه روانه ده.
پر خواله رسنیو داسې تصویرونه لیدل شوي، چې روسي ځواکونه د ښار په منځ کې ښيي.
ځینې داسې تصویرونه هم خپاره شوي، چې لږ تر لږه دوه روسي زغره وال ګاډي د اور په لمبو کې پټ ښيي.
بي بي سي تر اوسه دا تصویرونه نه دي تایید کړي.
خرکیېف کې ځايي چارواکو نن ګهیځ له ښاریانو وغوښتل چې لارو کوڅو ته له وتلو ډډه وکړي او په پناه ځایونو کې پاتې شي.
د خرکیېف ځايي ادارې مشر اولیګ سینیګوبوف وویل: "کوچني پوځي موټر ښار ته داخل شوي دي.''
د نوموړي له دې څرګندونو مخکې داسې تصویرونه خپاره شوي، چې روسي پوځي موټر د دې شمال ختيځ ښار په لارو، کوڅو کې روان ښيي.
ښاغلي سینیګوبوف د خرکیېف له یو اعشاریه څلور میلیونو ښاریانو غوښتي، چې په کورونو کې دننه پاتې شي او زیاتوي چې روسي پوځیان د ښار په مرکزي برخه کې لیدل شوي دي.
نوموړی وايي:
"په پناه پسې مه ګرځئ، وسله وال اوکراییني پوځونه د دښمن په محو کولو بوخت دي. له ملکي خلکو غوښتل شوي چې لارو، کوڅو ته دې نه وځي.''
روسي پوځونه پر ښار د شپې مهال له ګڼو توغندیزونو بریدونو وروسته ښار ته ننوتي دي.
مرستندویان وايي، په ښار کې یوه نهه پوړیزه ودانۍ ویشتل شوې، چې پایله کې یې یوه ښځه وژل شوې ده.
مرستندویان وايي، د ودانۍ په ځمکتل کې هغه شپیته کسان ټپیان شوي دي، چې د پناه اخیستو لپاره دلته پټ شوي وو.
د ځايي چارواکو په خبره، ودانۍ ته سخت زیان اوښتی دی.
د ځايي سرچینو په وینا روسي پوځیانو دلته نژدې د ګاز یوه نل لیکه هم په چاودیدونکو توکو الوځولې ده.
دا بریدونه د پلازمېنې کیېف ته نژدې د تېلو پر یوې زېرمې له هغه برید وروسته شوي، چې له کبله یې پلازمېنه کې زهرجن لوګي خپاره شول.










