روسیې پر اوکرایین بشپړ یرغل پیل کړی

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په اوکرایین کې د 'پوځي عملیاتو پیل ' اعلان کړ. نوموړي د اوکرایین ختیځ کې د دغه هېواد له پوځیانو غوښتي چې وسله پر ځمکه کېږدي او کورونو ته ستانه شي.
د اوکرایین لویو ښارونو په شاوخوا کې د چاودونو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د اوکرایین سرحدي ځواک وايي، د روسیې پوځي کاروانونه د اوکرایین ختیځ کې د لوهانسک او خرکیف او دغه راز په شمال کې د چیرنهیف او سومي سیمو ته ننوتي دي.
دغه ځواک وايي، د روسیې له پوځي مداخلې سره د توپخانې ګوزارونه هم یو ځای شوي دي.
د مسوولینو په وینا د اوکرایین پوله ساتو ځواکونو یو شمېر کسان له همدې امله ټپیان شوي دي.
د اوکرایین پوله ساتونکو ځواکونو په وینا دوی او د هېواد دفاعي ځواکونه ''د دښمن مخنیوي لپاره ټول اړین اقدامات کوي. ''
له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، د اوکرایین اشغال کولو پلان نه لري، خو په وینا یې که هر چا یې مخه ونیوه، د مسکو غبرګون به 'چټک 'وي.
د ولسمشر پوتین له دې وینا سملاسي وروسته د اوکرایین پوځ پر هدفونو د بریدونو رپوټونه ورکړل شول.
بل لور اوکرایین وايي، روسیې پر دغه هېواد بشپړ یرغل کړی.
د پنجشنبې پر سهار د اوکرایین ولسمشر ولودودیمر زیلنسکي په یوه ویډیويي پیغام کې وویل:
''موږ پیاوړي یو، ډار نه دی پکار، هر څه ته چمتو یو، موږ به هر چا ته ماتې ورکړو، ځکه موږ اوکرایین یو. ''
نوموړي وویل، روسیې د اوکرایین پر پوځي تاسیساتو او پوله ساتو ځواکونو بریدونه کړي دي.
بل لور د نورو ښارونو په شاوخوا کې د ډزو او چاودنو غږونو تر څنګ د پلازمېنې کیېف بوریسپیل هوايي ډګر په شاوخوا کې هم د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
له دې مخکې د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر روسیه د بشپړې جګړې پر پیلولو تورنه کړه او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل 'د مخنیوي لپاره یې هر شونی اقدام وکړي. '

د عکس سرچینه، TASS via Getty Images
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، نړیواله ټولنه به له روسیې سره حساب - کتاب وکړي او د سر درانه زیان اوښتو خبرداری یې ورکړی دی.
ښاغلی بایډن به پر پنجشنبه دې لړ کې امریکایاتو ته وینا وکړي، چې روسیه له څه ډول عواقبو سره مخامخېدای شي.
د ناټو سازمان مشر ینس سټولټنبرګ بیا وايي، ناټو په دې سختو شرایطو کې له اوکرایین سره تر څنګ ده او د خپلو متحدینو دفاع لپاره به ټول وس او توان وکاروي.
په اوکرایین کې له ځايي وخت سره سم نیمه شپه د یوې میاشتې لپاره بېړنیز حالت اعلان شو.








