پر اوکرايين د روسيې بريد: کيېف ښار کې ګرځبنديز اعلان شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرايين په پلازمېنه کیېف ښار کې ګرځبنديز اعلان شوی او ټاکل شوې د دوشنبې تر سهار پورې به دوام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې کيېف ښار کې د روسیې د نوي برید لپاره تیار نیول کېږي.
د کيېف ښاروال ویتالي کلیتشکو وايي، هر هغه څوک چې په سړکونو کې ولیدل شي د ده په ټکو د روسیې "ورانکاری" به ګڼل کېږي.
بل پلو د اوکرایین په دوهم ستر ښار خارکیف کې چارواکي وايي، چې پوځیانو یې د روسیې د برید مخه نیولې ده. خو د اوختیرک په ښارګوټي کې د استوګنې یوه سیمه تر سختو بریدونو لاندې راغلې ده.
د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په یوه تازه ویډيو کې ویلي، د هېواد نظامي سرتېرو یې د روسيې د هغه پلان مخه نیولې چې غوښتل يې دی ونیسي او پر ځای يې بل مشر وګوماري.
نوموړي همدا راز د روسیې پر خلکو غږ وکړ چې د جګړې پای ته رسولو لپاره پر پوتين فشار راوړي.
ښاغلي زیلینسکي ویلي، مونږ د نوي رهبر د ګومارني په برخه کې د روسيې پلان شنډ کړ.
ده ویلي، اوکرایني ځواکونه د کیېف ښار شاوخوا اصلي ښارونو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې په سویل کې د چیچن جمهوریت مشر رمضان قدیروف ویلي دي د روسيې ځواکونو سره د مرستې په موخه يې اوکرایین ته جنګیالي استولي دي.
نوموړي په انلاین خپره شوې ویډیو کې ویلي چې د چیچنیا ځواکونو تر دې دمه په بریالیتوب سره د اوکرایین یوه پوځي اډه له مرګ ژوبلې پرته نیولې ده.
د چیچنیا مشر د پوتین یو له مهمو متحدینو څخه دی.
قدیروف ته وفادار ځواکونه ښه مخينه نه لري او د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي.
بل پلو د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان بي بي سي ته وویل چې، هېواد به یې د روسیې پر ضد د اروپايي ټولنې د ټولو بندیزونو بشپړ ملاتړ وکړي.
ولسمشر بایډن امر کړي چې په عاجله توګه دې له اوکرایین سره د شپږ سوه میلیونو ډالرو مرسته وشي.
تر دې وړاندې امریکا اوکرایین ته د ټانک ضد وسلې ورکړې وې چې ورسره د روسي ځواکونو پرمختګ ورو شو.
ولسمشر ولادمیر زيلینسکي چې خپل ولس ته يې وينا کوله له خپلو خلکو وغوښتل چې ټينگ ودرېږي ځکه په وينا يې د اوکرايين برخليک ټاکل کېږي.
په اوکرايین کې د وروستيو جګړو له امله ګڼ شمېر خلک نورو هېوادونو ته وتلي دي. د څنګلوري هېواد پولنډ یوه وزیر ویلي، پر اوکرایین د روسیې له بريد راهيسې تر دې دمه څه د پاسه ۱۱۵ زره اوکراینیان پولنډ ته اوښتي دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر پاول شیفرناکر یوې خبري غونډې ته ویلي، یوازې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې یاد شمېر کسان پولنډ ته داخل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د امريکا او بريتانيا په ګډون ځينو هېوادونو پر روسيه د بنديزونو اعلان کړی دی. د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان بي بي سي ته ویلي، هېواد به یې د روسیې پر ضد د اروپايي ټولنې د ټولو بندیزونو بشپړ ملاتړ وکړي.
اوربان پخوا په اروپايي ټولنه کې د پوتین تر ټولو قوي متحد بلل کېده.
له اوکرایین سره د هنګري ختیځې پولې ته د سفر پر مهال اوربان وویل، د هنګري په ګډون ټولو اروپايي هېوادونو روسیه غندلې ده. نوموړي ويلي، "دا د متحد کيدو وخت دی. دا جګړه ده او موږ باید له جګړې مخکې، وضعیت ته راوګرځو او سوله راولو. "










