تېرو دوو ورځو کې ۱۰۰ زره اوکراینیان نورو هېوادونو ته ورغلي دي

اوکرایین

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، هنګري او پولنډ ته په ورغلو کسانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې چې پر اوکرایین د روسي ځواکونو یرغل پیل شوی تراوسه سل زره اوکراینیان نورو هېوادونو ته ورغلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره خبرداری ورکوي چې ښايي څلور میلیونه وګړي له اوکرایین نه نورو هېوادونوته لاړ شي.

خو د کډوالو په چارو کې فعالې ځیني نورې ادارې اټکل کوي چې ښايي تر پنځو میلیونو پورې کسان له اوکرایین نه ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

پولنډ وايي په تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۵۰ زره اوکراییني اتباع ورغلي دي.

ډېری خلک په پولنډ کې د خپلو دوستانو او کورنۍ د غړو کره ورځي.

دغه راز زرګونو نورو کسانو، مالدوا، رومانیا، هنګري او سلواکیه ته مخه کړې ده.

په بې ځایه شویو کسانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي ځکه چې له ۱۸ نه تر ۶۰ کلنو پورې نارینوو ته ویل شوي چې د هېواد د دفاع لپاره پاتي شي.

دغه راز سلګونه زره نور کسان په هېواد کې دننه هم بې ځایه شوي دي.

پولنډ کې اوکراییني کډوال

په پولنډ کې د بي بي سي خبریال وايي د پولنډ پر پوله ګڼ شمېر اوکراینیان له خپلو بکسونو او ماشومانو سره په کتارونو کې ولاړ دي چې پولنډ ته د ورننوتلو اجازه ورکړل شی.

تر ۱۲ ساعتونو پورې وخت نیسي چې دې کډوالو ته پولنډ ته د ورننوتلو اجاره ورکول کېږي.

د پولنډي چارواکو په وینا په یوه ورځ کې ۲۵ زره اوکراینیان پولنډ ته اوښتي دي.

د دوی په ډله کې یوه هم نادیه سلسرنیکو ده چې له خپلو دوو کوچینو ماشومانو سره پولنډ ته ورغلې او وايي چې خپله مشره لور یې له اوکراییني پوځ سره د مرستې لپاره اوکرایین کې پرېښوده.

نوموړې وايي ''پرون سهار د ډزو په غږونو له خوبه راویښه شوم، میړه مې له کړکۍ بهر ولېدل او ویې ویل روسانو زموږ پر هوايي ډګر بمباري وکړه، خپل بکسونه وتړه او له دې ځایه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره لاړه شه. ''

پولنډ چې په تېر کې یې د کډوالو د مخنیوي موخه سخت قوانین پلي کول اوکراییني کډوالو ته هرکلي وايي او د هغوی د مېشتولو لپاره یې ګڼ ځایونه جوړ کړي دي.

د اوکراییني کډوالو په ډله کې داسې کسان هم شته چې بېرته اوکرایین ته ستنېدي او وايي چې غواړي له روسي ځواکونو سره وجنګېږي.

یو له داسې کسانو نه مکولاج دی چې د بي بي سي خبریال ته یې ویلي ''موږ له روسیې سره بد نه دي کړي، خو پوتین غواړي چې ټول اوکرایین ونیسي ځکه نو دا زموږ مسوولیت دی چې د خپل هېواد دفاع وکړو په همدې خاطر بېرته اوکرایین ته ستنېږم. ''

هنګري کې اوکراییني کډوال

په هنګري کې اوکراییني کډوالو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د ځان خوندي کولو په خاطر هنګري ته ورغلي دي.

له دې کډوالو نه ګڼو یې چاودنې لېدلي او اورېدلي دي چې له امله یې وېرېدلي دي.

هنګري ته ورغلو کسانو کې ډېری یې د کم عمر لرونکي دي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، پولنډ او هنګري ته په ورغلو اوکراینیانو کې داسې کسان هم شته چې بېرته اوکرایین ته ستنېږي چې له روسي ځواکونو سره جګړه کې برخه واخلي.

۴۴ کلنې ایوا چې له خپلو دوو بچیانو سره هنګري ته ورغلي بي بي سي ته وویل ''زموږ په کلي کې وارخطايي خپره وه، خلک راټول شول او د هنګري په لور مو مخه وکړه. ''

ویرا او لمسۍ یې ماریا وايي له کومې دمې پرته یې د اوکرایین له شمالی ختیځ نه ۱۳۰۰ کیلومتره مزل وکړ او ځانونه یې هنګري ته ورسول.

دوی ویل هیله من دي چې د کورنۍ نور غړي به یې په پولنډ کې له دوستانو سره وي.